د ګوادر بندر او د ايكسپرېس وے ګراونډ بريكنګ به سږ كال كېږي

APP48-25 ISLAMABAD: July 25 – Federal Minister for Planning, Development & Reform Prof. Ahsan Iqbal in a meeting with the delegation of Gwadar Press Club. APP

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د ګوادر بندر او د ايكسپرېس وے ګراونډ بريكنګ به سږ كال كېږي٬تر ټولو وړومبې اقتصادي زون به په ګوادر كښې جوړېږي٬د پاكستان او چين اقتصادي لار د يو سړك نوم نه بلكې يو پوره فريم ورك دے٬پھ 20مه پېړۍ كښې د سياسي نظرياتو جنګ و٬ په 21مه پیړۍ كښې د اقتصادي نظرياتو جنګ دے۔ده دا خبرې د ګل پھ ورځ د ګوادر پرېس كلب پلاوي سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړې۔وفاقي وزير ووئيل چې پھ دسمبر 2016 كښې به ګوادر ټول پاكستان سره تړلو لپاره درې لارې موجود وي۔ده ووئيل چې د سي پېك د ټولو نه زياته ګټھ به ګوادر او بلوچستان ته ورسي۔ده ووئيل چې پھ ګوادر كښې به د بنيادي ودانۍ نه علاوه ووكېشنل او ټېكنيكل ادارې هم جوړولې شي۔احسن اقبال وئيل چې سږ كال به پھ ستمبر كښې ګوادر پوهنتون جوړولې شي۔ګوادر ښار به د اقتصادي او سماجي چارو مركز جوړولې شي۔ده ووئيل چې سې پیك د پاكستان او چين د مشرانو شريك وژن دے۔ده ووئيل چې د سي پېك له مخې په 46 ارب ډالرو كښې 35 ارب ډالر د توان په څانګه كښې لګولې شي۔په توان كښې زياته برخه پھ سندھ او بلوچستان كښې لګولې كېږي۔د سي پیك ګټھ به د منطقې درې اربه خلكو ته ورسي۔د يوې پوښټنې پھ ځواب كښې ده ووئيل چې د اورېنج ټرين لائن پروژه د پنجاب حكومت په خپل بجټ جوړوي