وزيراعظم د ترهه ګرۍ د دې ناوړه كاروائۍ او د انسانانو د بې رحمۍ د قتل سخته غندنه وكړه

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې د ترهه ګرۍ د بريد په افسوس ناكه پېښه افغانستان سره اوږه پھ اوږه ولاړ يو٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې افغانستان سره خپله مرسته جاري ساتلو لپاره پوخ عزم لري۔وزيراعظم افغان اولس مشر اشرف غني ته ټېليفون وكړو او وې وئېل چې د پاكستان حكومت او او اولس د جولائي پھ 23مه نېټھ په كابل كښې د ترهه ګرۍ د بريد په افسوس ناكه پېښه افغانستان سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔د ګل په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ترهه ګرو د دې ناوړه كاروائۍ او د انسانانو د بې رحمۍ د قتل سخته غندنه كولو سره وزيراعظم په دې ناوړه بريد كښې د وژل شويو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره يې دعا وكړه۔ترهه ګر د دواړو هېوادونو شريك دښمن ګرځولو سره وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې افغانستان سره خپله مرسته جاري ساتلو لپاره پوخ عزم لري۔افغان اولس مشر اشرف غني د سختۍ پھ دې وخت كښې افغان دولت او اولس سره د يو والي په څرګندونه د وزيراعظم محمد نواز شريف مننه وكړه۔افغان اولس مشر ووئيل چې دواړه هېوادونه د ترهه ګرۍ پرله پسې بريدونو سره مخ دي۔ده د ورور هېواد په حېث د افغانستان اولس لپاره د غم او افسوس څرګندونه وستائېله۔افغان اولس مشر باور وركړو چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ يو موټې يو