راولاكوټ 21 جولائي (اے پي پي)د آزاد كشمير چيف الېكشن كمشنر جسټس غلام مصطفٰی مغل وئېلي دي په ټول آزاد كشمير كښې د پولنګ عمل په سوله ايز ډول روان دے٬ښه انتظامات د آزاد كشمير انتظاميې٬پوليس٬د مال محكمې٬د ټاكنو كميسون او د پاكستاني پوځ د هڅو نتيجه ده۔ده دا خبرې د راولاكوټ د بوائز مېډل سكول چهړ د دورې كولو په موقع خبريالانو سره پھ خبرو كښې وكړې۔پھ دې موقع …
په ټول آزاد كشمير كښې د پولنګ عمل په سوله ايز ډول روان دے٬ښه انتظامات د آزاد كشمير انتظاميې

مزید خبریں
راولاكوټ 21 جولائي (اے پي پي)د آزاد كشمير چيف الېكشن كمشنر جسټس غلام مصطفٰی مغل وئېلي دي په ټول آزاد كشمير كښې د پولنګ عمل په سوله ايز ډول روان دے٬ښه انتظامات د آزاد كشمير انتظاميې٬پوليس٬د مال محكمې٬د ټاكنو كميسون او د پاكستاني پوځ د هڅو نتيجه ده۔ده دا خبرې د راولاكوټ د بوائز مېډل سكول چهړ د دورې كولو په موقع خبريالانو سره پھ خبرو كښې وكړې۔پھ دې موقع چيف كمشنر سره د آزاد كشمير چيف سېكتر او نور چارواكې هم موجود وو۔چيف الېكشن كمشنر ووئيل د ټول آزاد كشمير د امنيتي انتظاماتو ستائنه كولې شي۔په حساس پولنګ سټېشنو د پوليس نه علاوه 6 پوځي اهلكار هم په ځاې كړې شوي ۔اېف سي او د رينجرز عمله يې هم مرسته كوي۔ده ووئيل د پولنګ عمل په ښه ډول روان دے٬پوځي افسران په خپله هم د پولنګ د عمل څارنه كوي او ضابطه اخلاق به عملي كولې شي











