حكومت بلوچستان د هېواد نورو سيمو سره برابرولو لپاره عزم لري او د اولس د ژوند معيار ښه كولو لپاره يې پرمختيائي كارونو ته پام لرنه كړې

اسلام آباد 20 جولائي (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي حكومت بلوچستان د هېواد نورو سيمو سره برابرولو لپاره عزم لري او د اولس د ژوند معيار ښه كولو لپاره يې پرمختيائي كارونو ته پام لرنه كړې ده ۔ده دا خبرې د بلوچستان اسمبلۍ سپيكرې راحيله حميد خان دراني سره د خبرو په مهال كړې چا چې د شورو په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات …

اسلام آباد 20 جولائي (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي حكومت بلوچستان د هېواد نورو سيمو سره برابرولو لپاره عزم لري او د اولس د ژوند معيار ښه كولو لپاره يې پرمختيائي كارونو ته پام لرنه كړې ده ۔ده دا خبرې د بلوچستان اسمبلۍ سپيكرې راحيله حميد خان دراني سره د خبرو په مهال كړې چا چې د شورو په ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات كولو۔په صوبه كښې د امن او امان په ښه وضعه د اطمينان څرګندونې سره اولس مشر ووئيل د ګوادر بندر فعاله كېدو او د پاكستان او چين د اقتصادي لارې ترسره كېدو سره به بلوچستان كښې د پرمختګ او خوشحالۍ نوې لارې پرانستلې شي۔ده ووئيل په بلوچستان كښې به د كاروبار او تجارت بحالۍ سره د روزګار موقعې راپېدا شي او صوبه به د پرمختګ په لاره روانه شي۔اولس مشر په صوبه كښې د جمهوري رواياتو په لا استحكام د بلوچستان اسمبلۍ سپيكرې په حېث د محترمې راحيله حميد خان دراني د كردار ستائنه وكړه