د وزيراعظم د قامي تاريخي او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي د نېشنل بك فاؤنډېشن تر سېوري لاندې د ‘سمر کتاب کلب’ پرانستې دستورې ته وېنا او ميډيا سره خبرې

اسلام آباد ۔ 20 جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي تاريخي او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي وئيلي دي نړيواله ورورولي دې دوه مخيزې پالېسي پرېدې او د بشري حقونو په خلاف ورزۍ كولو دې د هند مواخذه وكړي او د كشميريانو سره د آزادۍ د حق خپله وعده دې وپالي۔ د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كول د هر غړي هېواد قانوني ٬ سفارتي او اخلاقي ذمه واري …

اسلام آباد ۔ 20 جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي تاريخي او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي وئيلي دي نړيواله ورورولي دې دوه مخيزې پالېسي پرېدې او د بشري حقونو په خلاف ورزۍ كولو دې د هند مواخذه وكړي او د كشميريانو سره د آزادۍ د حق خپله وعده دې وپالي۔ د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كول د هر غړي هېواد قانوني ٬ سفارتي او اخلاقي ذمه واري ده۔ ده د نېشنل بك فاؤنډېشن تر سېوري لاندې د ‘سمر کتاب کلب’ پرانستې دستورې ته خطاب او وروستو ميډيا سره خبرې كولې۔ په دې مهال نوموړے سماجي لارښود ډاكټر جمال ناصر او د اېن بي اېف اېم ډي ډاكټر انعام الحق جاوېد هم موجود وؤ۔ دستوره كښې د كشمير شهيدانو له دعا هم وغوښتلې شوه۔ عرفان صدیقی ووئيل كشميريانو په خپله مړانه ٬ استقامت او قربانيو دا ثابته كړې چی ټوپك او بربريت د آزادۍ جذبه لرونكې قام مخه نشي نيولې ۔ ده ووئيل د وزیراعظم نواز شریف د اعلان ترمخه ننۍ ورځ مونږ د تورې ورځې په توګه لمانځلو او نړۍ ته دا پېغام وركوؤ چې پاكستان به د كشميري اولس جائز ٬ قانوني او د دوئي د بشري حقونو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي۔ د برهان وانی په شمول د زرګونو شهيدانو وينې د هند د سېكولرازم او د جمهوريت ادعاګانې په ډاګه كړي۔ دې څخه وړاندې عرفان صديقي نېشنل بک فاؤنډېشن كښې كوچنيانو كښې د لوستې رجحان زياتولو له د ‘سمر بک کلب’ راجوړول وستائل۔ ده ووئيل د نوې ټېكنالوجۍ منفي اثراتو څخه نوې كول بچ كول ٬ د دوئي پام د كتابونو لوستو پلو راګرځول او د دوئي تعميري صلاحيتونه څرګندولو له غوره تګلار جوړولو ته اړتيا ده۔ په دې لړ كښې مور پلار او استاذان غوره كردار ترسره كولې شي۔ده كوچنيانو له انعامونه هم وركړه

مزید خبریں