اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د ټېلي مواصلات په اړه د حكومت وژن دے او د معيشت او ټولنې لپاره ګټور دے ٬ د مسابقې او د منظمو ماركيټونو د لارې پھ قامي كچه د ټېلي مواصلات ارزانه او معياري خدمات باوري كول شي۔ده دا خبره د انټرنېشنل ټېلي كميونيكېشن يونين عمومي سېكتر هولين ژاؤ سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې …
حكومت د ټېلي كميونيكېشن په اړه جامع پالېسي 2015 وضعه كړی ده ٬دې سره به سماجي او اقتصادي پرمختګ وده وكړي
اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د ټېلي مواصلات په اړه د حكومت وژن دے او د معيشت او ټولنې لپاره ګټور دے ٬ د مسابقې او د منظمو ماركيټونو د لارې پھ قامي كچه د ټېلي مواصلات ارزانه او معياري خدمات باوري كول شي۔ده دا خبره د انټرنېشنل ټېلي كميونيكېشن يونين عمومي سېكتر هولين ژاؤ سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې د نهې پھ ورځ ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات كولو۔په دې موقع د پلاوي نور غړي او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دوهمه وزيره انوشه رحمان هم موجود وه۔اولس مشر ووئيل حكومت د ټېلي كميونيكېشن جامع پالېسي2015 وضعه كړی او دې سره به سماجي او اقتصادي پرمختګ وده وكړي۔اولس مشر ووئيل د ټېلي مواصلات څانګه پھ معيشت كښې په فعاله كردار ترسره كونكو څانګو كښې شامله ده او د تېرو پنځو كلونو په مهال دې څانګې د 7 اربه ډالرو نه زياته نيغ په نيغه غېر ملكي سرمايه كار راغب كړې۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاكستان د كال 1947 نه د آئي ټي يو غړې دے او د تنظيم په چارو كښې يې فعاله كردار ترسره كړې۔پاكستان د خپل اولس ګټې له د شريكې حكمت عملۍ وضعه كولو په اړه آئي ټي يو سره په ګډه كار كول غواړي۔ده هيله څرګنده كړه چې د آئي ټي يو د عمومي سېكتر راتږ به د پاكستان او آئي ټي يو ترمينځه د مرستې اړيكې لا قوي كړي۔ده پلاوي لپاره په پاكستان كښې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه










