د پاكستان او انډونيشيا ترمينځه ترهه ګرۍ مخنيوي له مرسته بايد لا پراخه كړې شي

اسلام آباد ۔ 19 جولائی (اے پی پی)د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئيلي پاكستان انډونيشيا سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او د ترهه ګرۍ مخنيوي په شمول په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ دا خبره ده پاكستان كښې د انډونيشيا سفير ايوان سويدھي عماري سره خبرو كښې وكړه چا چې طارق فاطمي سره د نهې په ورځ د ده په …

اسلام آباد ۔ 19 جولائی (اے پی پی)د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئيلي پاكستان انډونيشيا سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او د ترهه ګرۍ مخنيوي په شمول په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ دا خبره ده پاكستان كښې د انډونيشيا سفير ايوان سويدھي عماري سره خبرو كښې وكړه چا چې طارق فاطمي سره د نهې په ورځ د ده په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه طارق فاطمي ترهه ګري او د ترهګر نېټ ورك ختمولو له د انډويشيا حكومت هڅې وستائلې۔ ده ووئيل د پاكستان او انډونيشيا ترمينځه ترهه ګرۍ مخنيوي له مرسته بايد لا پراخه كړې شي۔ طارق فاطمی ووئيل پاكستان آسيان هېوادونو سره په مرستھ اډانه اړيكې غواړي۔ ده د انډونيشيا سفير ته د پاكستان حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو