د سندھ وزیر اعلیٰ دې د رېنجرز د واك اختيار موده پراخه كولو له خپل اختيارات وكاروي

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خا ن وئيلي دي د سندھ وزیر اعلیٰ قائم علي شاه دې د رېنجرز د واك اختيار موده پراخه كولو له خپل اختيارات وكاروي٬ سندھ او په خاص توګه كراچۍ كښې امن او د ژوند معمولاتو بحالولو له رېنجرز مركزي كردار ترسره كړے دے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده سندھ كښې د رېنجرز اختياراتو …

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خا ن وئيلي دي د سندھ وزیر اعلیٰ قائم علي شاه دې د رېنجرز د واك اختيار موده پراخه كولو له خپل اختيارات وكاروي٬ سندھ او په خاص توګه كراچۍ كښې امن او د ژوند معمولاتو بحالولو له رېنجرز مركزي كردار ترسره كړے دے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده سندھ كښې د رېنجرز اختياراتو پراختيا پحقله قائم علي شاه ته په چيټۍ كښې كړې ۔ چوهدري نثار علي خا ن ووئيل په دې لړ كښې هر ځل د سندھ حكومت لخوا تاخيز رامخې ته شوې ۔ ده ووئيل په سندھ كښې د رېنجرز کاروائیو ته قانوني جواز وركولو له غېر ضروري تاخير سره به نه يوازې عمليات وځپلې شي بلكې د سول آرمډ فورسز جذبې او د ھغوي په كاركردګۍ به هم منفي آغيز پرېوځي ۔ده ووئيل د مشاورت په نتيجه كښې پېل كړې شوې عمل خپل منطقي انجاج ته رسولو او په دې لار كښې رامخې ته شوې خنډان لرې كول د وفاق او صوبائي حكومت شريكه ذمه واري ده دې لپاره د رېنجرز د اختیاراتو موده پراخه كولو له د سندھ اعلٰې وزير قائم علي شاه له خپل اختيارات كارول پكار دي