اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزيرسناتور اسحاق ډار د پاكستان ډوېلپمنټ فنډ او پاكستان مائېكرو فنانس انوسټمنټ كمپنۍ سږ كال په وړومبو درې مياشتو كښې دفعالولو سپارښتنه كړې ده ۔ دا سپارښتنه ده د خزانې وزارت سينئر چارواكو غونډې مشرې كولو په مهال شوې۔ غونډه كشې د مالي كال 17-2016 بجټ كښې د معرفي كړې شويو نوې اقدماتو د پېشرفت جاج واخستلې شو۔ وفاقي وزیر …
د خزانې وفاقي وزير د پاكستان ډوېلپمنټ فنډ او پاكستان مائېكرو فنانس انوسټمنټ كمپنۍ سږ كال په وړومبنو درېو مياشتو كښې د فعالولو سپارښتنه وكړه
اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزيرسناتور اسحاق ډار د پاكستان ډوېلپمنټ فنډ او پاكستان مائېكرو فنانس انوسټمنټ كمپنۍ سږ كال په وړومبو درې مياشتو كښې دفعالولو سپارښتنه كړې ده ۔ دا سپارښتنه ده د خزانې وزارت سينئر چارواكو غونډې مشرې كولو په مهال شوې۔ غونډه كشې د مالي كال 17-2016 بجټ كښې د معرفي كړې شويو نوې اقدماتو د پېشرفت جاج واخستلې شو۔ وفاقي وزیر د بېلا بېلو سكيمونو پېل كولو پحقله تر اوسه د پېشرفت نه خبر كړې شو۔وفاقي وزیر ووئيل پاكستان ډوېلپمنټ فنډ او پاكستان مائېكرو فنانس انوسټمنټ كمپنۍ فعاليت له دې سپارښتنه وكړې شي دغسې چې سږ كال په وړومبنو درېو مياشتو كښې كار پېل كړي۔ده ووئيل د حکومت اقتصادي نمو ترلاسه كولو له هڅې او په دې لړ كښې دا اقدامات مهم كردار ترسره كولې شي۔ وفاقي وزیر ته د ملټي لېټرل انوېستمنټ وارنټي اېجنسې كے سي اي او دورې پحقله هم بريفنګ وركړې شو









