اسلام آباد ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري تركيه كښې د پوځي بغاوت هڅې غندنه كولو سره وئيلي دي د دې ناكامه هڅې څخه وروستو به تركيه د لا مستحكم او مضبوط قام په حېث رامخې ته شي۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د تركيه اولس د مباركۍ مستحق دي كومو چې لارو ته راوتلو سره د ټانكونو …
بلاول بھټو زرداري تركيه كښې د پوځي بغاوت هڅه وغندله
اسلام آباد ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري تركيه كښې د پوځي بغاوت هڅې غندنه كولو سره وئيلي دي د دې ناكامه هڅې څخه وروستو به تركيه د لا مستحكم او مضبوط قام په حېث رامخې ته شي۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د تركيه اولس د مباركۍ مستحق دي كومو چې لارو ته راوتلو سره د ټانكونو او توپو مقابله وكړه او سازش كوؤنكي ئې په تېښته مجبور كړل۔ ده ووئيل نن ټوله نړۍ كښې جمهوري قوتونه د دې بغاوت په ناكامه كېدو خوشحاله دي۔ ده ووئيل د تركيه مخالفې ډلو هم د ستائنې وړ كار كړے۔ دوئي سره د سياسي مخالفت د جمهوريت حفاظت كړے۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د طېب اردګان د مشرتابه هم بايد ستائنه وشي۔










