هېواد كښې سياسي استحكام د كرپشن ختمولو نه زيات مهم دے

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي هېواد كښې سياسي استحكام د كرپشن ختمولو نه زيات مهم دے٬د اړي ګړي سره پرمختګ نه شي كېدې٬د نړۍ ګڼ هېوادونه سياسي استحكام ته پام لرنه كوي٬ 100 اربه روپۍ ريلويز ته وركړې شوي او نن د رېلوے حالت ښه شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پاكستان انجينئر كونسل …

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي هېواد كښې سياسي استحكام د كرپشن ختمولو نه زيات مهم دے٬د اړي ګړي سره پرمختګ نه شي كېدې٬د نړۍ ګڼ هېوادونه سياسي استحكام ته پام لرنه كوي٬ 100 اربه روپۍ ريلويز ته وركړې شوي او نن د رېلوے حالت ښه شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پاكستان انجينئر كونسل 24مې كليزې غونډې ته وكړه۔ده ووئيل مونږ له به اړې ګړی راجوړونكې غلي كول وي ګېنې څوك به سرمايه كارۍ له دلته نه راځي۔ده ووئيل د منګله ٬تربېله او غازي غوندے پروژې د انجينئرانو د خوارۍ ثبوت دے۔ده ووئيل د هېواد تر ټولو لويه نيوكليئر پروژه به په 2020 كښې بشپړه شي چې ورسره به 2 زره مېګاواټ برېښنا پیدا كېږي۔ده ووئيل د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ وړومبۍ برخه به تر 2018 بشپړېږي۔د دې بشپړېدو څخه به 10 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كېدې شي چې ورسره به پھ بحران قابو موندلو له مرسته ترلاسه شي او ورسره ورسره د پاكستان اوسني سړكونه به اپ ګرېډ كول او په خاص توګه لوېديز روټ باندې د ميسنګ لينكس جوړولو سره د ګوادر نه تر قطبي سيمو د چين تر لوېديزې برخې د تجارتي سامان وړولو راوړولو لپاره وړه او خوندي لاره ترلاسه شي۔ده ووئيل پاكستان او چين په دې پروژه پھ بېړۍ كار كوي او دواړه هېوادونه يو بل سره پرله پسې په تماس كښې دي

مزید خبریں