اولس مشر ممنون حسېن ته پاكستان كښې په ځاې كړې شويو د 6 هېوادونو سيفرانو خپل دستاويزات وړاندې كړه

اسلام آباد 14 جولائي(اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن ته پاكستان كښې په ځاې كړی شويو د 6 هېوادونو سفيرانو خپل سفارت اسناد وړاندې كړي دي ۔د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې په يوه دستوره كښې سفارتې اسناد وړاندې كوونكو كښې سويډن٬ صوماليه٬كوريا٬ آذربائيجان او د سوډان سفير او بنګله د دېش هائي كمشنر شامل وو۔د دې څخه وړاندې د هر هېواد نامزد سفير اولس مشر سره جلا جلا …

اسلام آباد 14 جولائي(اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن ته پاكستان كښې په ځاې كړی شويو د 6 هېوادونو سفيرانو خپل سفارت اسناد وړاندې كړي دي ۔د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې په يوه دستوره كښې سفارتې اسناد وړاندې كوونكو كښې سويډن٬ صوماليه٬كوريا٬ آذربائيجان او د سوډان سفير او بنګله د دېش هائي كمشنر شامل وو۔د دې څخه وړاندې د هر هېواد نامزد سفير اولس مشر سره جلا جلا د ايوان صدر مركزي دروازې ته راوستل شول چرته چې ورته ګارډ آف آنر وړاندې كړی شو ۔په دې اړه د اړوندو هېوادونو او د پاكستاني قامي سرود وغږولې شو۔د دې نه پس په ځاې كړی شويو سفيرانو اولس مشر سره ملاقات وكړو۔پھ دې موقع اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاكستان ټولو هېوادونو سره د ملګرتيا او د ورورورلۍ اړيكې غواړي٬ په خاص توګه منطقه كښې د امن لپاره ګاونډيانو سره د ملګرتيا اړيكې ډېرې مهمې دي۔اولس مشر ووئيل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته او د دې نه نړيوالو سرمايه كارو له بشپړه ګټه پورته كول پكار دي۔اولس مشر ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد بې شمېره قربانۍ وركړي او د دې خاتمې لپاره لوظي دے۔ده ووئيل ضرب عضب عمليات پھ كاميابۍ سره روان دي تر آخري ترهه ګر به دا عمليات روان ساتلې شي

مزید خبریں