د پاكستان او بحرين د معيشت او تجارت پشمول ټولو څانګو كښې مرستې لا مستحكمولو ته سلا شول

اسلام آباد 13 جولائي(اے پی پی) د پاكستان او بحرين د معيشت او تجارت پشمول ټولو څانګو كښې د مرستې لا مستحكمولو ته سلا شوي دي ۔دا خبره د شورو په ورځ بحرين كښې د پاكستان سفير جاوېد ملك د شاهي كورنۍ غړې شېخه رانا لينت عيسٰی الخليفه په مشرۍ كښې د بحريني پلاوي پاكستان دورې پھ اړه د خيالاتو څرګندونه كښې وكړه۔جاوېد ملك ووئيل د شېخه رانا په مشرۍ …

اسلام آباد 13 جولائي(اے پی پی) د پاكستان او بحرين د معيشت او تجارت پشمول ټولو څانګو كښې د مرستې لا مستحكمولو ته سلا شوي دي ۔دا خبره د شورو په ورځ بحرين كښې د پاكستان سفير جاوېد ملك د شاهي كورنۍ غړې شېخه رانا لينت عيسٰی الخليفه په مشرۍ كښې د بحريني پلاوي پاكستان دورې پھ اړه د خيالاتو څرګندونه كښې وكړه۔جاوېد ملك ووئيل د شېخه رانا په مشرۍ كښې د بهرني پلاوي د پاكستان دوره به دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو له مهم كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د بحرين شاه حماد اسلام آباد دوره او دا ډول د وزيراعظم محمد نواز شريف د بحرين تږ سره به دوه اړخيزه اړيكې لا پراخه شي او دې سره به د دوه اړخيزه مرستې نوې لارې رامخې ته شي۔پاكستان كښې د خپلې دورې پھ مهال بحريني پلاوي او د خارجه چارو اېډېشنل سېكتر تصور خان ترمينځه مشاورت تر سره شو كوم كښې چې دواړو اړخو اقتصادي٬تجارتي او سفارتي اړيكو ته د لا ودې پھ وركولو اتفاق وكړو۔د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په شويو بېلو لوظ نامو د پېشرفت هم جاج واخستلې شو

مزید خبریں