ضرب عضب عمليات په كاميابۍ سره روان دي هوائي پوځ د هر چېلنج مقابلې لپاره چمتو ولاړ دے

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)د پاكستان هوائي ځواك مشر ايئر چيف مارشل سهيل امان وئېلي دي وسله والو ځواكونو سره پھ ګډه او د اولس پھ مرسته د ترهه ګرۍ پھ ضد ضرب عضب عمليات په كاميابۍ سره روان دي۔ هوائي ځواك نوې وسله او آلات لري او دا د هر چېلنج مقابلې لپاره چمتو ولار دے۔ده د شورو په ورځ په نورخان هوائي مېدان برتانيه كښې د …

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي)د پاكستان هوائي ځواك مشر ايئر چيف مارشل سهيل امان وئېلي دي وسله والو ځواكونو سره پھ ګډه او د اولس پھ مرسته د ترهه ګرۍ پھ ضد ضرب عضب عمليات په كاميابۍ سره روان دي۔ هوائي ځواك نوې وسله او آلات لري او دا د هر چېلنج مقابلې لپاره چمتو ولار دے۔ده د شورو په ورځ په نورخان هوائي مېدان برتانيه كښې د ايئر شو پھ مهال د پاك هوائي ځواك سي 130 ته تر ټولو غوره ايئر كرافټ ټرافي وركولو نه پس د الوتكې معائنې نه پس خبريالانو سره خبرې كولې۔ده ووئيل برتانيه كښې تر سره شوې شو كښې د پاك هوائي ځواك سي 130 تر ټولو غوره ايئر كرافټ ټرافي ترلاسه كول درناوے دے۔ده ووئيل پاك هوائي ځواك سره په ګډه كار كوي او پھ ضرب عضب عملياتو كښې ئې هم مهم كردار ترسره كړی۔ده ووئيل جے اېف 17 تهندر ټوله نړۍ خوښوي۔د دې غوښتنې ترسره كولو له پاك هوائي ځواك خپل ټول صلاحيتونه كاروي

مزید خبریں