اسلام آباد كښې به د وړوكي اختر تر ټولو لويه اجتماع فېصل مسجد كښې وي

اسلام آباد ۔ 5 جولائی (اے پی پی) وفاقی پلازمينه اسلام آباد كښې به د وړوكي اختر تر ټولو لويه اجتماع فېصل مسجد كښې وي۔ فېصل مسجد كښې به د اختر لمونځ 7 نيمې بجې ادا كولې شي۔ د انټرنېشنل اسلامک یونیورسټی اسلام آباد دعوة اکېډمی لخوا جاري كړې شوي بيان ترمخه د شريعه وقانون څانګې مشر پروفېسر ډاكټر طاهر حکیم به فېصل مسجد كښې د اختر لمونځ وركوي۔