مانسهرہ۔ 03 جون (اے پی پی) مانسهرہ پولیس د سوشل میډیا په بېل پلېټ فارمز ناران كښې د رافټنګ په مهال د پېښې وېډيو او خبر مسترد كړے دے په كومه كښې چې د سېلګرو د مړه كېدو تاثر وركولې شي۔ د مانسهرہ پولیس له مخې پوليس او ضلعي انتظاميې دا خبره په ډاګه كړې ده چې دا خبره حقيقيت سره هېڅ تعلق نه لري۔ د تحقیقات له مخې …
مانسهرہ پولیس په سوشل ميډيا ناران كښې د رافټنګ په مهال د پېښې وېډيو او خبر رد كړو

مزید خبریں
مانسهرہ۔ 03 جون (اے پی پی) مانسهرہ پولیس د سوشل میډیا په بېل پلېټ فارمز ناران كښې د رافټنګ په مهال د پېښې وېډيو او خبر مسترد كړے دے په كومه كښې چې د سېلګرو د مړه كېدو تاثر وركولې شي۔ د مانسهرہ پولیس له مخې پوليس او ضلعي انتظاميې دا خبره په ډاګه كړې ده چې دا خبره حقيقيت سره هېڅ تعلق نه لري۔ د تحقیقات له مخې په سوشل مېډيا شېئر كړې شوې وېډيو پخوانۍ ده او د كوم بل ځاې ده ، كومه چې په ناوړه توګه ناران وادۍ ته منسوب كولو سره په اولس كښې د ويرې ترخې خپرولو هڅه كولې شي۔ ناران كښې د رافټنګ فعاليتونو په مهال ټول ضروري اقدامات عملي كولې شي۔ سېلګرو له لائف جېکټس او نورو حفاظتي سامان وركولې شي۔ دغسې اړوندې ادارې وخت په وخت د سېكورټي او حفاظتي انتظاماتو جاج اخلي۔ د پوليس له مخې په ناران كښې د رافټنګ په مهال كومه د افسوس وړ پېښه نه ده رامخې ته شوې او ټول سياحتي فعاليتونه د معمول له مخې روان دي۔ اولس ته خواست دے چې هغوي په غېر مصدق خبرونو باور نه كوي۔ د بې لارې كوونكو او دروغ خبرونو خپرونكو درك لګولو له عمليات روان دي او ددوئي په ضد به قانوني كارروائي كولې شي








