د اطلاعاتو صوبائي وزير شفيع جان خېبر پښتونخوا كښې د طوفان او باران له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 03 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبائي وزير شفيع جان د صوبې په بېلو ضلعو كښې د طوفان او بارانونو له امله په شوي ځاني او مالي زيانونو د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اطلاعات محكمې له مخې ده ووئيل د طوفان او بارانونو دلاسه په رامخې ته شوو بېلو پېښو كښې دوه كسان مړه او 31 ژوبل شوي دي ، د رېسکیو 1122، …

پېښور ۔ 03 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبائي وزير شفيع جان د صوبې په بېلو ضلعو كښې د طوفان او بارانونو له امله په شوي ځاني او مالي زيانونو د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د اطلاعات محكمې له مخې ده ووئيل د طوفان او بارانونو دلاسه په رامخې ته شوو بېلو پېښو كښې دوه كسان مړه او 31 ژوبل شوي دي ، د رېسکیو 1122، ضلعی انتظامیې او نورو اړوندو سركاري ادارو لخوا د ځپليو بحالۍ او رېليف فعاليتونو عمل روان دے۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د ځپليو او غمجنيو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك دے۔ ده په حق رسېدليو له د بخښنې او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا كولو سره ووئيل د خېبر پښتونخوا حكومت به د ځپليو كورنيو هر ډول ممكنه مرسته كوي۔