شانګله٬د كور چھت رالوېدو له امله 6 ماشومان مړه٬ يو ژوبل

  پېښور 02 جون (اے پي پي)د شانګله په الپورۍ تحصيل كښې د يو كور چھت رالوېدو پېښې په نتيجه كښې 6 ماشومان مړه او يوه نجلۍ ژوبل شوې۔د شانګله رېسكيو 1122 وياند له مخې ادارې ته اطلاع ترلاسه شوه چې كوزه الپورۍ رحيم آباد كښې د كور چھت رالوېدو له امله د ملبې لاندې 7 ماشومان ګېر شوي٬ په دې د شانګله رېسكيو 1122 ډله د پېښې ځاې ته …

 

پېښور 02 جون (اے پي پي)د شانګله په الپورۍ تحصيل كښې د يو كور چھت رالوېدو پېښې په نتيجه كښې 6 ماشومان مړه او يوه نجلۍ ژوبل شوې۔د شانګله رېسكيو 1122 وياند له مخې ادارې ته اطلاع ترلاسه شوه چې كوزه الپورۍ رحيم آباد كښې د كور چھت رالوېدو له امله د ملبې لاندې 7 ماشومان ګېر شوي٬ په دې د شانګله رېسكيو 1122 ډله د پېښې ځاې ته ورسېده او د رېسكيو عملياتو په مهال يۍ ټول ماشومان له ملبې څخه راويستل۔ د افسوس وړ دې پېښه كښې 6 ماشومان مړه شوي۔ يوه ماشومه ژوبل شوې حالت كښې له ابتدائي طبي مرستې نه پس روغتون ته منتقل كړې شوه۔ رېسكيو آپريشن د ډسټركټ اېمرجنسي آفيسر انجينئر ملك شير دل خان په مشرۍ كښې بشپړ كړے شو