پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا د ګلېشيائي تالابونو د شلېدو ٬ ناڅاپي سېلابي صورتحال رامخې ته كېدو الرټ جاري كړو

  پېښور ۔ 02 جون (اے پی پی) پی ډی اېم اے خېبر پښتونخوا د ګلېشیائی تالابونو د شلېدو او ناڅاپي د سېلابي صورتحال رامخې ته كېدو اندېښنې له امله د اپر و لوئر چترال، اپر و لوئر دیر، سوات، اپر و لوئر کوهستان او د مانسهرې ډپټی کمشنرز ته الرټ جاري كړے دے۔ د پي ډي اېم اے وياند له مخې په صوبه كښې د موجوده سختې ګرمۍ تر …

 

پېښور ۔ 02 جون (اے پی پی) پی ډی اېم اے خېبر پښتونخوا د ګلېشیائی تالابونو د شلېدو او ناڅاپي د سېلابي صورتحال رامخې ته كېدو اندېښنې له امله د اپر و لوئر چترال، اپر و لوئر دیر، سوات، اپر و لوئر کوهستان او د مانسهرې ډپټی کمشنرز ته الرټ جاري كړے دے۔ د پي ډي اېم اے وياند له مخې په صوبه كښې د موجوده سختې ګرمۍ تر څو ورځو راونې پاتې كېدو او د 4 جون ماښام او شپې څخه په پورته سيمو كښې د باران امكان دے۔ د پی ډی اېم اے خېبر پښتونخوا وياند له مخې د سختې ګرمۍ له امله په قطبي ضلعو كښې د ګلېشیئرز او واورې تندۍ سره د ويلې كېدو ٬ بارانونو سره د اوبو زياتېدو په نتيجه كښې د ګلوف او فلېش فلډز خطره زياته شوې ده۔ د سوات، چترال، کوهستان، دیر او مانسهرې په وادیانو كښې د ګلېشیائی بندونو شلېدو ٬ لېنډ سلائیډنګ او د خاورو او كاڼو كمرو لوئيدو د لاسه د سړكونو بندېدو اندیښنه ده۔ په ښكته سيمو كښې د سېلاب صورتحال رامخې ته كېدې شي له دې كبله ځائي انتظاميې ته د حساس ځايونو د پرله پسې نګرانۍ  كولو هدايت شوے دے۔ اولس ته هدايت شوے چې هغوي دې د سيندونو غاړو او د اوبو نورو حساسو ځايونو ته تللو څخه ډډه وكړي۔ دغسې سېلګرو او مسافرو ته هم غېر ضروري سفر څخه د ډډې كولو او په حساسو سيمو كښی د احتياط كولو هدايت شوے دے۔ ریسکیو 1122، سی اېنډ ډبلیو، اېن اېچ اے او نورو اړوندو ادارو ته هدايت شوے چې هغه په بېړني صورتحال قابو موندلو له الرټ پاتې شي او مشينري او عمله وړاندې څخه تعينات كړي۔ بلخوا اولس د كومې هم پېښې اطلاع په 1700 وركولې شي