اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پخواني داخله وزير چوهدري نثار علي خان د خواښې په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې سردار اياز صادق چوهدري نثار علي خان او د هغه كورنۍ سره غمرازي كولو سره ووئيل چې د ارواښادې په حق رسېدل يو نه ترسره كېدونكے زيان دے۔ سپیکر وويل د غم دړد …
د سپيكر اياز صادق د چوهدري نثار علي خان د خواښې په مړينه غمرازي

مزید خبریں
اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پخواني داخله وزير چوهدري نثار علي خان د خواښې په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې سردار اياز صادق چوهدري نثار علي خان او د هغه كورنۍ سره غمرازي كولو سره ووئيل چې د ارواښادې په حق رسېدل يو نه ترسره كېدونكے زيان دے۔ سپیکر وويل د غم دړد په دې سخت وخت كښې مونږ چوهدري نثار علي خان او د هغه كورنۍ سره يو۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دے اراواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔








