المان كښې د مېشته افغان كميونټي لويې احتجاجي لاريون ٬ د برلن په سړكونو طالبان رجيم مخالف نعرې پورته كړې شوې

  اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د طالبان رجيم په ضد د كورني مقاومتي غورځنګونو سره سره اوس په غېر هېوادونو كښې هم اولسي مزاحمت شدت اختيار كړے دے۔ د افغان ميډيا رپورټس له مخې د المان پايه تخت برلن كښې د سوونو په شمېر افغان وګړي د طالبان رجيم د جابرانه پاليسو په ضد سړكونو ته راووتل او احتجاجي لاريون كښې يۍ "طالبان مردہ باد" نعرې پورته …

 

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د طالبان رجيم په ضد د كورني مقاومتي غورځنګونو سره سره اوس په غېر هېوادونو كښې هم اولسي مزاحمت شدت اختيار كړے دے۔ د افغان ميډيا رپورټس له مخې د المان پايه تخت برلن كښې د سوونو په شمېر افغان وګړي د طالبان رجيم د جابرانه پاليسو په ضد سړكونو ته راووتل او احتجاجي لاريون كښې يۍ “طالبان مردہ باد” نعرې پورته كړې۔ دوئي طالبان رجيم كښې د مېرمنو په تعليم او روزګار د بندېزونو مخالفت وكړو او نړۍ څخه يۍ د لاس وهنې غوښتنه وكړه۔ د دوئي وېنا ده چې د طالبان رجيم د ناقصه اقتصادي پاليسو له امله په افغانستان كښې بې وزلي او بې روزګاري انتها ته رسېدلې ده، نړيواله ورورولي او اروپائي هېوادونه دې طالبان رجيم سره د نرمۍ پاليسي ترك او په دوئي فشار زيات كړي۔ د نړيوالو پوهانو له مخې د طالبان رجيم په ضد كورني او بهرني رامخې ته شوې مقاومتي غورځنګونه د افغان طالبان د اولسي ملاتړ او بشپړه كنټرول ادعاګانې په ډاګه كوي، د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ٬ ديواليه كېدونكې معيشت او نړيواله سفارتي تتهائي د دې خبرې غمازي كوي چې دا رجيم به ډېر زر د تېر وخت داستان جوړ شي۔