فتنة الهندوستان پراپېګنډہ ناکامه شوه، غېرتمند بلوچانو هندي پراكسي تنظيمونو كښې شامل خپل بې لارې شوې خپلوان عاق كړل

  کوئټه۔1جون(اے پی پی) د فتنة الهندوستان پراپېګنډہ ناكامه شوه ٬ غېرتمند بلوچانو هندي پراكسي تنظيمونو كښې شامل خپل بې لارې شوې خپلوان عاق كړل۔ د تفصیلات له مخې د بلوچستان په وطن مئنو كورنيو په وسله والو تنظيمونو او غېر قانوني فعاليتونو كښې ككړ خپلو خپلوانو څخه د لا تعلقۍ اعلان كړے دے۔ په لسبېله پرېس کلب كښې د پرېس كنفرنس په مهال د ترهګرې ثانيه پلار خپلې لور …

 

کوئټه۔1جون(اے پی پی) د فتنة الهندوستان پراپېګنډہ ناكامه شوه ٬ غېرتمند بلوچانو هندي پراكسي تنظيمونو كښې شامل خپل بې لارې شوې خپلوان عاق كړل۔ د تفصیلات له مخې د بلوچستان په وطن مئنو كورنيو په وسله والو تنظيمونو او غېر قانوني فعاليتونو كښې ككړ خپلو خپلوانو څخه د لا تعلقۍ اعلان كړے دے۔ په لسبېله پرېس کلب كښې د پرېس كنفرنس په مهال د ترهګرې ثانيه پلار خپلې لور څخه فتنة الهندوستان سره د تړون په لرلو د لاتعلقۍ بيان جاري كړو۔ د پنجګور وګړي په فتنة الهندوستان كښې شامل خپل ورور څخه د لا تعلقۍ اعلان كولو سره ووئيل چې زما ورور كه كومه هم غېر قانوني سرګرمۍ كښې ككړ وموندلے شو نو زمونږ كورنۍ سره به يۍ هېڅ تعلق نه وي۔ دا قسمه اعلان د ګوادر وګړي هم د خپل ورور په اړه وكړو۔ ده ووئيل زما ورور 6 مياشتې وړاندې روزګار لپاره له كور څخه وتلے دے ٬ كه هغه كوم وسله وال تنظيم سره تړون لرونكے وموندلے شو نو مونږ به د هغه د عمل ذمه وار نه يو۔ تربت سره تعلق لرونكي يو بل پلار خپل ځوي څخه د بشپړه لا تعلقۍ اعلان كولو سره ووئيل چې اوس زما ځوي سره هېڅ تعلق نشته۔ د کوئټه يو وګړي بې لارې شوي ځوي څخه لا تعلقي ښكاره كولو سره ووئيل زما ځوې دې چې چرته هم وي دا خبره واوري چې ما سره د هغه هېڅ تعلق نشته۔ د نړيوالو پوهانو له مخې وطن سره د مينې لرونكو بلوچان اقدامات د پاك پوځ په قربانيو د باور او د هندي پراكسيز د بشپړه ماتې اعلان دے۔ هېواد دښمنه عناصر د بلوچستان پرمختګ او امن لمنځه وړولو له بلوچ اولس د آله كار په توګه كاروي