اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د والدين نړيوالې ورځ په موقع د دوي مينې، قربانيو او د نسلونو په تربيه كښې د دوي عظيم كردار ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري پېغام له مخې ده ووئيل والدين د مضبوطې كورنۍ او د سوكاله ټولنې بنياد دي٬ د چا شفقت، پوهه او …
والدين د مضبوطې كورنۍ او د سوكاله ټولنې بنياد دي: سيد يوسف رضا ګېلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د والدين نړيوالې ورځ په موقع د دوي مينې، قربانيو او د نسلونو په تربيه كښې د دوي عظيم كردار ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري پېغام له مخې ده ووئيل والدين د مضبوطې كورنۍ او د سوكاله ټولنې بنياد دي٬ د چا شفقت، پوهه او بې مثال قربانۍ چې د نوي كول كردار جوړولو او د بهترينې ټولنې تشكيل كولو كښې بنيادي كردار لوبوي۔ ده ووئيل په اسلام كښې مور پلار ته لوے مقام وركړے شوے دے ٬ اسلام والدين سره د ښه سلوك او د هغوي د احترام او اطاعت تلقين كوي۔ ده د قرآن پاك د تعليماتو حواله وركولو سره ووئيل چې پاك پروردګار والدين سره د نرمۍ٬ شفقت او په عزت و احترام سره د ملاوېدو امر كړے دے او د دوي په وړاندې ئې د عاجزۍ اختيارولو تاكيد كړے دے۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د والدين د احترام، مرستې او قدر كولو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل چې په مضبوط خانداني اقدارو ولاړه ټولنه د قامي پرمختګ٬ وحدت او سماجي همكارۍ ضمانت وي۔ ده په خاص توګه په نوي كول زور راوړو چې ھغوي بايد د خپل مور پلار قربانۍ تسليم كړي ٬ د ھغوي شكر ادا كړي او د مينې، صبر، خدمت او د احترام اقدارو ته وده وركړي كوم چې زمونږ د كلتوري رواياتو او اسلامي تعليماتو اهمه برخه دي۔ ده ووئيل د مور پلار عزت او تكريم كورنې نظام مضبوطوي٬ كوم چې د يو همدرد، مستحکم او سوكاله ټولنې بنياد دے








