اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د بين الصوبائي رابطه وفاقي وزير رانا ثناﺀ اے خان سره ملاقات كړې۔ د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري هم ملاقات كښې موجود وو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال خېبرپښتونخوا ته د غنمو په ترسيل د بندېز په معامله د خيالاتو …
د ګورنر فيصل كريم كنډي وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله سره ملاقات٬د غنمو په ترسيل د بندېز په معامله د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د بين الصوبائي رابطه وفاقي وزير رانا ثناﺀ اے خان سره ملاقات كړې۔ د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري هم ملاقات كښې موجود وو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال خېبرپښتونخوا ته د غنمو په ترسيل د بندېز په معامله د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي خواست وكړو چې د غنمو ترسيل سره اړونده مسئله دې فوري حل كړې شي۔ په ملاقات كښې خېبر پښتونخوا صوبه كښې په روانه امنيتي وضعه هم خبرې وشوې۔ سي اېن جي اسټېشنز ته د ګاز په وركولو ګورنر فيصل كريم كنډي د وفاقي حكومت اقدامات وستائېل۔ ګورنر د وفاقي وزير رانا ثناﺀ كردار ته هم پيرزوئنې وړاندې كړې۔ په ملاقات كښې د وفاق او خېبرپښتونخوا ترمينځه په مهمو چارو د مرستې په جاري ساتلو اتفاق وكړے شو۔








