اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په بلنه د اروپائي كمېشن د خارجه چارو او سلامتيا پاليسۍ لپاره اعليٰ نمائنده/نائب صدر به د جون په وړومبۍ نيټه د پاكستان سركاري دوره كوي۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال به نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار …
د اروپائي كمېشن د خارجه چارو او سلامتيا پاليسۍ لپاره اعليٰ نمائنده/نائب صدر به د جون په وړومبۍ نيټه د پاكستان سركاري دوره كوي
اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په بلنه د اروپائي كمېشن د خارجه چارو او سلامتيا پاليسۍ لپاره اعليٰ نمائنده/نائب صدر به د جون په وړومبۍ نيټه د پاكستان سركاري دوره كوي۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د دورې په مهال به نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د اروپائي ائتلاف اعليٰ نمائنده د پاکستان-اروپائي ائتلاف د ستراتېژك ډائيلاګ د اتمې غونډې په ګډه مشري كوي، دا ډائيلاګ د دواړو ډلو ترمېنځه د رسمي مذاكراتو اعليٰ ترين پليټ فارم دے۔ د يورپي يونين لوړې پورې استازې به وزيراعظم محمد شهباز شريف او صدر مملکت آصف علي زرداري پشمول اعليٰ قيادت سره ملاقاتونه هم متوقع دي۔ پاکستان اروپائي ائتلاف سره اروږد مهاله او ګڼ اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كوم چې د ګډې په اقدارو٬ قوي اقتصادي مرسته او په ګڼ اړخيزه نظام اډانه دي٬ دا متوقع دوره د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د لوړې كچې د سياسي روابطو د تسلسل عكاس او شريكه همكاري د لا مضبوطولو د مشتركه عزم څرګندونه ده







