د كال 2026 حج په کاميابۍ پاکستان لپاره “لبيتم” او 3 پرائيويټ نړيوال ايوارډز، حج پاليسي 2027 جون كښې وفاقي كابينې ته وړاندې كولې شي، بكنګ به په راتلونكې دوه مياشتو كښې بشپړ شي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف

مکة المکرمة 31 مئي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د كال 2026 حج په كاميابه تابيا او پاکستان ته پرله پسې په دوېم كال د نړيوال "لبيتم ايکسيلنس" او پرائيوټ حج سکيم ته د درې ايوارډز د ترلاسه كېدو اعلان كولو سره ووئيل په سږني كال د بهترين انتظامات په سبب د شكايتونو تناسب د يو فيصد نه هم كم ٶ، روډ ټو مکه …

مکة المکرمة 31 مئي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف د كال 2026 حج په كاميابه تابيا او پاکستان ته پرله پسې په دوېم كال د نړيوال “لبيتم ايکسيلنس” او پرائيوټ حج سکيم ته د درې ايوارډز د ترلاسه كېدو اعلان كولو سره ووئيل په سږني كال د بهترين انتظامات په سبب د شكايتونو تناسب د يو فيصد نه هم كم ٶ، روډ ټو مکه پراجيکټ څخه 80 فيصده حاجېانو ګټه پورته كړې٬ د سعودي حکومت د نوي ټائم لائن له مخې حج پاليسي 2027 به سږ كال په جون كښې وفاقي كابينې ته وړاندې كولې شي چې ورسره به “وړومبۍ راشئ، وړومبې واخلۍ” پاليسي په ځائ پاتې وي٬ په راتلونكې دوه مياشتو كښې د حج د نوي بكنګ بشپړېدو امكان دے، د كال 2027 حج خواهشمند حج كوونكي دې خپل پاسپورټ تياري وساتي٬ حج يوه مشتركه ذمه واري وي په دې سياست يا پوائنټ سکورنګ پكار نه دے۔ د اتوار په ورځ وفاقي وزير دا خبره په مكه كښې د پاکستان په حج مشن كښې پوسټ حج پريس کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ په دې موقو د پاکستان حج مشن ډائريکټر جنرل عبدالوهاب سومرو، چيف کوارډنيټر مرزا علي محسود ، ډائريکټر حج مکه محمد عارف اسلم راٶ هم دوي سره وو۔ سردار محمد يوسف ووئيل چې د كال 2026 حج په كاميابۍ سره پائ ته ورسېدو٬ حاجيانو خپل د حج مناسك په خېر و عافيت سره بشپړ كړي٬ دا كاميابي د پاكستان حكومت، د مذهبي چارو وزارت، د پاکستان حج مشن او د سعودي چارواكو د مثالي مرستې نتيجه ده٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف په خاص امر حاجيانو ته د حج بهترين سهولتونه وركړې شوي٬ د پاکستان حج مشن کارکردګي د سعودي د حج وزير په مشرۍ كښې په نړيوال فورم هم ستائنه شوې كوم ځائ چې پاكستان ته پرله پسې په دوېم كال “لبيتم ايکسيلنس ايوارډ” ترلاسه شوې، كوم چې ټول قام لپاره د وياړ سبب دے۔ يو لك 80 زره حج كوټے سره پاکستان په نړۍ كښې په دوېم نمبر دے، سږ كال نجي څانګې هم  په بهترين كاركردګۍ درې اېوارډ ترلاسه كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د استوګنې، ټرانسپورټ او د خوراك د بهترين انتظاماتو په سبب په سږني كال د شكايتونو تناسب د يو فيصد نه كم ٶ٬ د روډ ټو مکه پراجيکټ د كار دائره تر لاهور زياتولو سره 80 فيصده حج كوونكو ګټه پورته كړې٬ په مدينه منوره كښې حج كوونكو لپاره په مرکزيه كښې د فائيو سټار نه تر ون سټار بهترين هوټلز ترلاسه كړې شوې وو۔ وفاقي وزير د حج د ميډيکل مشن او د سعودي المان روغتون د مرستې ستائنه وكړه، چا چې د خاص انتطاماتو له مخې 146 سختو رانځورانو او د ضعيف حاجيانو په وقوفِ عرفات او طوافِ زيارت پشمول په مناسك كښې مرسته كړې۔ وفاقي وزير فيك نيوز او مس انفارميشن لوے چېلنج ګرځولو سره ووئيل چې د حج 2026 په مهال هم د زمكيزو حقائقو برعكس په سوشل ميډيا د فيك نيوز خپرولو هڅه شوې، خو مين سټريم ميډيا ذمه وارانه کردار لوبولو سره حقائق اولس ته وړاندې كړي۔ ۔ ده د سعودي قيادت، خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان، ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان، سعودي وزير حج ډاکټر توفيق بن فوزان الربيعه او سعودي سفير نواف سعيد المالکي د زړه د خلاصه مننه وكړه۔  وفاقي وزير په دې موقع ووئيل چې په سږني كال د مدينه نه تر مکه د ټرين لارې د سفر پائلټ پراجيکټ پېل نه كړې شو، خو حج كال 2027 لپاره به په دې نور كار كولې شي۔ د پرېس كنفرنس په پائې كښې وفاقي وزير ټول قام څخه د خوږ هېواد ترقۍ٬ استحکام او خوشحالۍ لپاره د دعا خواست

مزید خبریں