وزيراعليٰ سهيل اپريدي د حج كال 2026 په مثالي انتظاماتو د سعودي حكومت ته پېرزوئنې وړاندې كړې

پېښور 31 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل اپريدي د حج كال 2026 په مثالي انتظاماتو د سعودي حكومت ته پېرزوئنې وړاندې كړېدي٬ محمد سهيل آپريدي د سعودي عرب حکومت لخوا حاجيانو لپاره د مثالي انتظاماتو، بهترين سهولتونو او د غير معمولي خدمات ستائنې په لړ كښې په پاكستان كښې د سعودي سفير نواف بن سعيد المالکي په نامه خاص مراسله استولې ده۔ وزيراعليٰ خپلې مراسله كښې …

پېښور 31 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل اپريدي د حج كال 2026 په مثالي انتظاماتو د سعودي حكومت ته پېرزوئنې وړاندې كړېدي٬ محمد سهيل آپريدي د سعودي عرب حکومت لخوا حاجيانو لپاره د مثالي انتظاماتو، بهترين سهولتونو او د غير معمولي خدمات ستائنې په لړ كښې په پاكستان كښې د سعودي سفير نواف بن سعيد المالکي په نامه خاص مراسله استولې ده۔ وزيراعليٰ خپلې مراسله كښې د صوبائي حكومت او اولس لخوا د سعودي حکومت مننه كولو سره د حج په مهال د اعليٰ معيار سهولتونه، موثره انتظامي اقدامات، منظمه لائحه او په شانداره مېلمستيا د لكهونو په شمېر حاجيانو ته سوله ايز٬ منظم او په روحاني توګه د مقصد وړ په ماحول كښې د حج مناسک د ادا كولو موقع وركړې۔