نيويارك 30 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د 26 نه تر 28 مئي د ملګرو ملتونو د دورې په مهال د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره جامع او په پراخه كچه ملاقاتونو كښې په اهمو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د خالي په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د چين، بحرين، کيوبا، …
نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره وليدل

مزید خبریں
نيويارك 30 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د 26 نه تر 28 مئي د ملګرو ملتونو د دورې په مهال د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره جامع او په پراخه كچه ملاقاتونو كښې په اهمو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ د خالي په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د چين، بحرين، کيوبا، ترکمانستان، جمهوريه چيك، پرتګال، کولمبيا، انډونيزيا، آزربايجان، پاناما، کمبوډيا او د يوراګوئے خارجه وزيرانو سره په جلا جلا ملاقاتونه كولو سره په اهمو چارود خيالاتو څرګندونه كړې۔ نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو په سلامتيا كونسل او نيويارك كښې د نورو اهمو ملاقاتونو نه وروسته د واشنګټن كښې د امريكې خارجه وزير مارکو روبيو سره هم اهم ملاقات كړې چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔










