لاهور 29 مئي (اے پي پي) وفاقي حکومت د پټرول او ډيزلو په بيعه كښې د 22 روپۍ كمي پرېكړه كړې ده او وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې اولس ته ريليف وركول زما وړومبۍ ترجيح ده ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د لوي اختر په درېمه ورځ اولس ته د لوي ريليف وركولو اعلان …
د پټرول او ډيزلو په بيعه كښې د 22 روپو كمي پرېكړه٬ لوظ مو كړې ٶ چې څنګه ګنجائش ترلاسه شي بيعه به كمولې شي، اولسي ريليف د حكومت وړومبۍ ترجيح ده ۔ وزيراعظم شهباز شريف
لاهور 29 مئي (اے پي پي) وفاقي حکومت د پټرول او ډيزلو په بيعه كښې د 22 روپۍ كمي پرېكړه كړې ده او وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چې اولس ته ريليف وركول زما وړومبۍ ترجيح ده ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د لوي اختر په درېمه ورځ اولس ته د لوي ريليف وركولو اعلان كړے دے او پټرولو په بيعه كښې د 22 روپۍ او د ډيزلو په بيعه كښې هم د 22 روپو د كمي پرېكړه كړې ده۔ د بيان له مخئ وزيراعظم قام سره لوظ كړے ٶ چې څنګه ګنجائش پېدا شي اولس ته به ريليف وركولې شي٬ په ھغه لوظ هم ھغسې عمل وكړې شو۔ وزيراعظم ووئيل چې اولس ته ريليف وركول زمونږ په وړومبو ترجيحاتو كښې شامل دے٬ په تېره اوونۍ كښې هم اولس ته ريليف وركړے شوے او د پټرول او ډيزلو بيعه كمه كړې شوې وه۔ بيان كښې ووئيل شول چې وفاقي حکومت په سخته وضعه كښې هم اولس لپاره د ريليف سلسله جاري ساتلے ده او د پبلک/ګډز ټرانسپورټ او موټر سائيکل او رکشه استعمالوٶنكو لپاره په فيول سبسډي وركړې شوې وه٬ په منطقه كښې په نورو هېوادونو كښې چرته چې پټرول ترلاسه كولو لپاره قطارونه جوړ وو ٬ پاكستان كښې د وزيراعظم په وخت د اقداماتو په سبب اولس ته پټرول او ډيزل ترلاسه وو۔ كله چې په نړۍ كښې د تېلو سخت بحران ٶ٬ په دې مهال په نړيوال ماركيټ كښې د تيلو په بيعه كښې د اضافې باوجود د وزيراعظم لخوا د 130 روپو نه زياته سبسډي وركولو سره د تېلو بيعه كښې د اضافې لاره ونيولې شوه او د سبسډي په مد كښې اولس ته ريليف وركړې شوې۔







