پاکستان د ملګرو ملتونو د امن د ډلو جرات، جذبې او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ سينيټر اسحاق ډار

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر  محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې پاکستان نړيوالې ورروولۍ سره په ګډه نړيوال امن و سلامتيا لپاره خدمات ترسره كوٶنكو د ملګرو ملتونو د امن د ډلو جرات، جذبې او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوي٬ د ملګرو ملتونو د امن ډلو نړيوالې ورځ په موقع د جمعې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له …

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر  محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې پاکستان نړيوالې ورروولۍ سره په ګډه نړيوال امن و سلامتيا لپاره خدمات ترسره كوٶنكو د ملګرو ملتونو د امن د ډلو جرات، جذبې او قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوي٬ د ملګرو ملتونو د امن ډلو نړيوالې ورځ په موقع د جمعې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل مونږ د امن ھغه 183 پاكستاني اهلكارو ته هم سلام وړاندې كوٶ چا چې د ملګرو ملتونو د پېرغ لاندې وظيفه ترسره كولو سره خپل ځانونه قربان كړي۔ محمد اسحاق ډار ووئيل د شپږو ليسزو څخه پاکستان د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې زيات اهلكار استوٶنكو هېوادونو كښې شامل دے ۔ ده ووئيل د 2 لكه 70 زره نه زياتو  پاکستاني اهلکارو په څلورو براعظمونو كښې په 48 مشنز كښې امتيازي خدمات ترسره كړي چې پكښې د پاكستان ښځينه اهلكارو هم اهم كردار لوبولې۔ ده ووئيل دا خدمات د ملګرو ملتونو د چارټر مقاصد او اصولو سره د پاکستان د تل پاتي عزم عكاسي ده۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو په پخواني امن مشنز كښې د ملګرو ملتونو د هند او پاكستان لپاره د ملټري آبزرور ګروپ  كوربه هم دے٬ د دې مشن پرله پسې موجودګي د دې خبرې توثيق كوي نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو و كشمير مسئلې يو منصفانه او تل پاتې حل لپاره خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې د زيات شوې غير يقيني صورتحال او د شخړو په دې دور كښې د ملګرو ملتونو امن مشن د امن او سلامتيا په ځائ ساتلو يوه اهمه ذريعه ده۔ صدر مملکت ووئيل چې پاکستان د ملګرو ملتونو امن مشنز لپاره د خپل بشپړه ملاتړ پخلي كوي او ګرده نړۍ كښې امن او استحکام لپاره د ملګرو ملتونو د بېرغ لاندې خدمات د ترسره كوٶنكو د امن ټولو ډلو سره د يووالي څرګندونه كوي۔ ده ووئيل په سږني كال د اورځ په يو داسې وخت كښې لمانځلې كېږي كله چې د ملګرو ملتونو امن مشنز ته غير معمولي چيلنجز رامخې ته دي٬ دا مشنز ډېر پېچلې سياسي او امنيتي ماحول كښې كار كوي او دوي سخت مالي او عملي ستونزو سره هم مخ دي٬ د دې چيلنجز لاره نيولو لپاره نوې سياسي ملاتړ٬ مناسب او د بهروسے وړ وسائل او زمكيز حقائقو سره همكارا عملي مينډيټس ضروري دي دغسې چې د دې خوندي او موثره نفاذ ممكن كړې شي۔ نائب وزيراعظم ووئيل په دې ورځ پاکستان د ملګرو ملتونو امن مشنز لپاره د خپل غېر متزلزل عزم پخلې كوي كوم چې نړيوال امن او سلامتيا لپاره ډېر موثره٬ ځانګړې او په عملي ذريعو كښې يوه ده٬ مونږ ګرده نړۍ كښې خدمات ترسره كوٶنكو د امن ټولو اهلكارو سره د يووالي څرګندونه كوٶ او د امن مقصد لپاره خپل خدمات د جاري ساتلو عزم لرو۔

مزید خبریں