پاکستان د ملګرو ملتونو امن مشنز اهلكارو، پاکستاني “بليو هيلمټس” ته شاندار پېرزوئنې

پېنډۍ 29 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كال 2026 نړيوال امن مشنز ورځ په موقع پاکستان نړيوال امن مشنز لپاره خدمات ترسره كوٶنكو د امن مشنز اهلکارو، په خاص توګه د پاکستان "بليو هيلمټس" ته شاندار پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې پاكستان د تېرو شپږ لسيزو نه زياتې مودې راهسې د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې بشپړه كردار لوبوي، كوم چې …

پېنډۍ 29 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د كال 2026 نړيوال امن مشنز ورځ په موقع پاکستان نړيوال امن مشنز لپاره خدمات ترسره كوٶنكو د امن مشنز اهلکارو، په خاص توګه د پاکستان “بليو هيلمټس” ته شاندار پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې پاكستان د تېرو شپږ لسيزو نه زياتې مودې راهسې د ملګرو ملتونو امن مشنز كښې بشپړه كردار لوبوي، كوم چې نړيوال امن او استحکام لپاره د پاكستان د غېر متزلزل عزم څرګندونه ده۔ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د كال 1960 نه تراوسه 2 لكه 37 زره نه اهلكارو ګرده نړۍ كښې د ملګرو ملتونو د امن په بېل مشنز كښې خدمات ترسره كړي دي او په دې مشنز كښې 183 اهلكار د امن هلو ځلو په مهال شهيدان شوي دي۔ په بيان كښې ووئيل شول چې دا مهال د پاكستان امن دستې په جمهوريه کانګو (MONUSCO)، سوئيلي سوډان (UNMISS) او مېنځنۍ جمهوريه افريقائي (MINUSCA) پشمول بېلو خطرناك سيمو كښې تعينات دي، چرته چې ھغوي عسکري کارروائيو سره سره موسمياتي بدلون څخه د رامخې ته شوې چيلنجز مخنيوي لپاره هم خدمات ترسره كوي۔ د آئي ايس پي آر له مخئ په جديد جنګي حالات د وړاندې په مقابل كښې زيات پېچلې، غير مستحکم او غير متوازن شوې دي، چرته چې امن ډلې سائبر سکيورټي خطرات، بې لارې كوٶنكې ډيجيټل مهمات، سياسي تقسيم او موسمياتي بحران په څېز نوې چېلنجز سره مخ دي۔ په بيان كښې ووئيل شول چې د ملګرو ملتونو د امن ډلو د كال 2026 نړيوالې ورځ سرخط په “امن كښې سرمايه کاري” د دې خبري عكاسي كوي چې نړۍ به يوازې په شخړو تر ردعمل محدود پاتې كېدو په ځائ مستقل او تل پاتې امن لپاره پيشګي اقدامات  كول وي۔ د آئي ايس پي آر له مخې په موجوده دور كښې په “امن كښې سرمايه کارۍ” لپاره جديد انټيلي جنس نظام، د وګړو د تحفظ موثره انتظامات او د موسمياتي بدلون سره همكاره آپريشنل فريم ورك ضروري دے دغسې چې د کمزور آباديو ته موثره تحفظ وركړې شي۔ د  آئي اېس پي آر وېنا ده چې پاکستان ملګرو ملتونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے او نړيوالې ورورولۍ ته دا پېغام وركوي چې تل پاتې امن اتومېتك قائم نه پاتې كېږي بلكې دې لپاره پرله پسې اجتماعي هلو ځلو او سرمايه كارۍ ته ضرورت وي٬ پاکستان نړيوال استحكام، سلامتيا او د بشري خواخوږۍ په بنياد د ملګرو ملتونو د بېرغ لاندې د خپل كردار جاري ساتلو د عزم پخلې هم وكړو

مزید خبریں