مني/اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سعودي عرب خپل همڅنګ شهزاده عبدالعزيز بن سعود سره ليدلي٬ په دې موقع دواړو مشرانو يو بل له د لوي اختر مبارکي وركولو سره د نيلو هيلو څرګندونه وكړه۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د سعودي وزير د پاکستان خپل همڅنګ له د حج مباركي وركولو سره …
د وفاقي وزير محسن نقوي سعودي خپل همڅنګ سره وليدل
مني/اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سعودي عرب خپل همڅنګ شهزاده عبدالعزيز بن سعود سره ليدلي٬ په دې موقع دواړو مشرانو يو بل له د لوي اختر مبارکي وركولو سره د نيلو هيلو څرګندونه وكړه۔ د زيارت په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د سعودي وزير د پاکستان خپل همڅنګ له د حج مباركي وركولو سره د پاك سعودي عرب په دوه اړخيزه اړيكو او د كورني امنيت په حواله تفصيلي خبرې هم وكړې۔ په ملاقات كښې پرېكړه وشوه چې د فيډرل کانسټيبلري سپشل ډپلوميټك پروټيکشن يونټ دوه سووه اهلكارو ته په سعودي عرب كښې تربيه وركلوې شي او د شريكې مرستې ودې لپاره به د سعودي د داخله وزارت د اعليٰ كچ پلاوه هم ډېر زر د پاكستان دوره وكړي۔ محسن نقوي د حج په مهال د سعودي حکومت د بهترين انتظاماتو ستائنه وكړه٬ دواړو مشرانو د منطقې په تازه صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د سعودي وزير په سيمه ايز تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره د پاکستان د مثبت کردار ستائنه وكړه۔







