کوئټه ۔ 25 مئی (اے پي پي )د بلوچستان د منصوبه بندۍ و پرمختګ صوبائي وزير میر ظہور احمد بلیدي وئېلي دي د بلوڅو لونړو شدت خوښو نظریات، ګمراہ کونكو بیانیو او د بهرني فنډز د لارې متاثر کول د دې بے ګناه خلقو ژوند د تباهۍ په لاره د روانولو مترادف دے ۔د سماجې رابطې په وېب پاڼه ایکس خپل بیان كښې هغه ووئېل د بلوڅو لونړو روشانه …
بلوڅو لوڼنړو روښانه سباون د پاكستان سره تړلے دے ، ظهور بلیدي

مزید خبریں
کوئټه ۔ 25 مئی (اے پي پي )د بلوچستان د منصوبه بندۍ و پرمختګ صوبائي وزير میر ظہور احمد بلیدي وئېلي دي د بلوڅو لونړو شدت خوښو نظریات، ګمراہ کونكو بیانیو او د بهرني فنډز د لارې متاثر کول د دې بے ګناه خلقو ژوند د تباهۍ په لاره د روانولو مترادف دے ۔د سماجې رابطې په وېب پاڼه ایکس خپل بیان كښې هغه ووئېل د بلوڅو لونړو روشانه سباون د پاكستان سره تړلے دے ،چرته چې دوي د تعلیم په تر لاسه كولو او په مثبت ډول د بلوڅو ټولنې په ترقۍ كښې کردار ادا كولو سره د خپلو صلاحیتونو څرګندونه كولې شي ۔میر ظهور احمد بلیدي ووئېل ځوان نسل په خاص توګه انجونو ته تعلیم، شعور او د ترقۍ موقعې وركول د وخت مهم ضرورت دے٬ دغسې چې دوي د نوره سوچ او د انته خوښو عناصرو د اثرات نه خوندي كړے شي ۔ اده ووئېل د بلوچستان ترقي او خوشحالۍ كښې د مېرمنوکردار ډېر مهم د ےاو حکومت ځوانانو ته د ښو تعلیمي او ترقیاتي موقعو راپېدا كولو لپاره اقدامات کوي ۔






