د پاکستان او چين ترمينځه د 7 اربه ډالره څخه د زياتو لوظنامو او د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك،د اربونو ډالرو د مفاهمت يادښتونه په لوظنامه د بدلول وخت دے۔وزيراعظم شهبازشريف

  هانګژو 24 مئي  (اے پي پي) پاکستان د چين کمپنيو سره بېلو څانګو كښې د مرستي او سرمايه کارۍ ودي لپاره د 7 اربه ډالره څخه د زياتو لوظنامې او د مفاهمت يادښتونه لاس ليك كړي دغسې وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سرمايه کارو له په پاكستان كښې د كركيلي، آئي ټي، خصوصي اقتصادي زونز او کان کني او معدنيات پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ او …

 

هانګژو 24 مئي  (اے پي پي) پاکستان د چين کمپنيو سره بېلو څانګو كښې د مرستي او سرمايه کارۍ ودي لپاره د 7 اربه ډالره څخه د زياتو لوظنامې او د مفاهمت يادښتونه لاس ليك كړي دغسې وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين سرمايه کارو له په پاكستان كښې د كركيلي، آئي ټي، خصوصي اقتصادي زونز او کان کني او معدنيات پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ او د شريكو پروژو پيل كولو بلنې سره وئيلي دي پاکستان قرضے او مرسته نه مهارت او سرمايه كاري غواړي،د دواړو هېوادونو ترمينځه د اربونو ډالرو د مفاهمت ياداښتونه په لوظنامو د بدلولو دا مهم وخت دے،کراچۍ خصوصي اقتصادي زون كښې به سرمايه کارو له په زړه پوري آسانۍ وركولې شي، جديد زرعي طريقو او د مشيني کروندي سره چين تر 10 اربه ډالره زرعي مصنوعات برآمد کولې شي،پاکستان كښې د معدنيات بلها پانګي شته،صدر شي جن پنګ چين د نړيوال معيار معاشي او عسكري طاقت جوړ كړې، پاکستان به ډير زر سيمه كښې د پرمختګ په مزل كښې د چين هم قدم شي۔د اتوار په ورځ هانګژو كښې د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کام، بيټري انرجي سټوريج سسټم  او كركيلي څانګو په اړه د پاکستان چائنه بزنس ټو بزنس انويسټمنټ کنفرنس وشو۔ کانفرنس كښې د ژي جيانګ ولايت ګورنر ليوجي، نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار، د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال،د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاالله تارړ، د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي، د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك،د پاور ډويژن وفاقي وزير اوېس احمد خان لغاري،د پاکستان او چين نوموړو کمپنيو نمائندګانو ،سرمايه کارو او چين كښې د پاکستان سفير خليل الرحمن هاشمي ګډون وكړو۔ بزنس ټو بزنس کانفرنس كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او زيجيانګ ولايت ګورنر ليوجي په موجودګۍ كښې د هاولو انجنيئرنګ اينډ ټيکنالوجي کمپني لميټډ او فوجي فرټيلائزر ترمينځھ د سري پيدوار په اړه د 1.12 اربه ډالره ماليت معاهدے دغسې آئي بي آئي بيجنګ يونائيټډ انفارميشن ټيکنالوجي کمپني او آر آئي سي ترمينځه ايګرو کيميکل، ايګرو مشينري او ملتان كښې ريجنل آفس جوړولو په اړه د 10 کروړه ډالره ماليت مفاهمت په يادښت لاس ليك وشو۔د پاکستان او چین ترمينځه شوې تر اوسه 5  بزنس ټو بزنس کنفرنسونو كښې په مجموعی توګه 20 اربه ډالره څخه زيات مالیت 200 څخه زيات مفاهمت يادښتونه لاس ليك شوي۔ بزنس کنفرنس ته وينا كښې وزیراعظم محمد شهبازشریف په كامياب بی ټو بی انویسټمنټ کنفرنس كولو منتظمینو له مباركي وركړه۔وزیراعظم ووئيل مونږ د پاکستان او چین ترمينځه د خپلي عظیم ملګرتيا 75م جشن لمانځو او بي ټو بي دريم کنفرنس كوم چې شینزین څخه پيل شوې ؤ ، بیجنګ ته راورسيد او اوس دلته هانګژو كښې كيږي،مونږ په وړومبي ځل د دې ښار دوره كوو،مونږ د دې ښار د ښكلا او د دې د تنظیم، ډھانچے او ښه انتظام و انصرام څخه زيات متاثره شوې يو،د دې ښكلي ښار یادونه به ځان سره وړو كوم چې دنیا كښې يو جنت دے۔دا ښار د صدر شی جن پنك د ژون عکاس دے، وزیراعظم ووئيل پاکستان د چین رښتنې او مخلص ملګري په حيث په دې ډير فخر كوو،مونږ د اربونو ډالره مفاهمت په يادښتونو لاس ليك كړې كوم چې شینزن څخه پيل كيدو سره نن دلته هانګژو كښې روان دې،اوس حاجت د دې خبري دې چې د مفاهمت دا يادښتونه په لوظنامو كښې بدل كړې شي۔زه په دې ډير خوشحاله يم چې ایم او یوز كښې 30 فیصده لوظنامو كښې  بدل شوي د كومو ماليت چې په اربونو ډالره دے،دا د ډاډ وړ پیش رفت دے خو باي مونږه تندۍ سره مخ په وړاندې لاړ شو او دا اهداف ترسره كړو كوم چې د وخت حاجت دے۔

مزید خبریں