د حج آپريشنز ډيجيټلائزيشن،د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د تاريخي “ډيجيټل كوريډور” جوړولو پريكړه

  اسلام آباد/مكه مكرمه 23 مئي  (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف "ډيجيټل پاكستان" وژن او خاص احكاماتو ترمخه نېشنل انفارمېشن ټيكنالوجي بورډ (اين آئي ټي بي) د پاكستان حج آپريشنز ډيجيټلائزيشن كنټرول په بشړه ډول سنبھال كړې دے، چې له مخې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه يو تاريخي او د نړيوال معيار د "ډيجيټل كوريډور" جوړولو پريكړه شوي۔د آئي ټي وزارتِ ذيلي ادارې اين آئي ټي بي …

 

اسلام آباد/مكه مكرمه 23 مئي  (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف “ډيجيټل پاكستان” وژن او خاص احكاماتو ترمخه نېشنل انفارمېشن ټيكنالوجي بورډ (اين آئي ټي بي) د پاكستان حج آپريشنز ډيجيټلائزيشن كنټرول په بشړه ډول سنبھال كړې دے، چې له مخې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه يو تاريخي او د نړيوال معيار د “ډيجيټل كوريډور” جوړولو پريكړه شوي۔د آئي ټي وزارتِ ذيلي ادارې اين آئي ټي بي پروګرام مينيجر محمد اوېس مكې مكرمې څخه د دې تاريخي پيش رفت تصديق كولو كښې ووئيل دا تاريخي او انقلابي ډيجيټل كوريډور به د حج كوونكو ډيټا د سعودي عرب د مركزي حج سسټمز، پشمول ‘نسك’ او ‘مسار’  پليټ فارمز سره په سمدستي توګه د شيئر كولو آسانۍ وركوي۔د دې سسټم د الحاق مقصد تر ټولو جديد ټيكنالوجي د لارې پاكستان حج آپريشنز ښه كول دي،دې سره به حج كونكو ته آسانۍ ترلاسه شي۔دې سره سره به دا د نادرا ، ډائريكټوريټ جنرل آف پاسپورټ اينډ اميګريشن، نامزد بينكونو او ايئر لائنز په شان مهمو ادارو ترمينځه يو قوي او كوټلې د هېواد رابطه هم جوړه كړي۔ محمد اوېس ووئيل د وزيراعظم  په سپارښتنه اين آئي ټي بي يوه ډله دا مهال د مبصر په حيث سعودي عرب كښې ده او د آئي ټي وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه او آئي ټي سيكيريټري ضرار هشام خان په لارښودنه كښې دا منصوبه د سي اي او اين آئي ټي بي فيصل اقبال رتيال په مشرۍ كښې د حج ټول موجوده آپريشنل تګلاري له جديد جوړولو لپاره نافذ كړې  كيږي۔

مزید خبریں