اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) جنيوا كښې د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال سره د پوليو اوور سائيټ بورډ چيئرمېن ډاکټر ډاکټر کرس ايلس وليدل۔د روغتيا وزارت وياند له مخې په دې موقع پاکستان كښې د پوليو خاتمې او صحتِ په څانګه كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ کرس ايلس پاکستان كښې د روغتيا څانګه كښې په اوسني پيش رفت او وفاقي وزير مصطفيٰ کمال په …
جنيوا كښې د روغتيا وفاقي وزيرِ مصطفيٰ کمال سره د پوليو اوور سائيټ بورډ چيئرمېن ډاکټر کرس ايلس وليدل،د روغتيا په څانګه كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) جنيوا كښې د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال سره د پوليو اوور سائيټ بورډ چيئرمېن ډاکټر ډاکټر کرس ايلس وليدل۔د روغتيا وزارت وياند له مخې په دې موقع پاکستان كښې د پوليو خاتمې او صحتِ په څانګه كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ کرس ايلس پاکستان كښې د روغتيا څانګه كښې په اوسني پيش رفت او وفاقي وزير مصطفيٰ کمال په مشرۍ كښې كوټلي تګلاره وستائيله ۔ ده ووئيل ګيټس فاؤنډيشن به په پاکستان كښې د ويکسينز شته والې او پوليو خاتمے لپاره مرسته روانه ساتي۔د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې مصطفي کمال ووئيل پاکستان د پوليو بشپړه ختمولو له لوظي دے، د پوليو خاتمه زمونږ نېشنل کاز دے۔ ده ووئيل كوټلي تګلاري سره به عملي ويکسينيشن کوالټي كمپائنونو د لارې پاکستان ډير زر پوليو فري جوړ كړو۔مصطفي کمال ووئيل د وزيراعظم د قيادت او وژن ترمخه به د صحت څانګه كښې اصلاحات جاري وي،د پوليو خاتمے لپاره د ګيټس فاؤنډيشن مرستي ته د قدر په سترګه ګورو۔کرس ايلس ووئيل سږ كال جولائي كښې به د پاکستان دوره کوم۔










