اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د آئي اېس پي آر تر سيوري لاندي نېشنل سکيورټي اينډسټريټجك ليډرشپ 2026 ورکشاپ ترسره شو٬ چې پكښې د هېواد د 200 څخه زياتو پوهنتونونو وائس چانسلرانو ،رجسټرارز،ډين او سينئر پروفيسرز ګډون وكړو۔ليفټيننټ جنرل ريټائرډ عامر رياض هلالِ امتياز(ملټري) د ورکشاپ ګډون كونكو سره خصوصي ناسته وكړو۔خاص ناسته كښې د هندوتوا له امله د ځپلې شوي هندي سياست،د هغې د تذويراتي رجحانات …
د آئي اېس پي آر تر سيوري لاندي نېشنل سکيورټي اينډسټريټجك ليډرشپ 2026 ورکشاپ

مزید خبریں
اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د آئي اېس پي آر تر سيوري لاندي نېشنل سکيورټي اينډسټريټجك ليډرشپ 2026 ورکشاپ ترسره شو٬ چې پكښې د هېواد د 200 څخه زياتو پوهنتونونو وائس چانسلرانو ،رجسټرارز،ډين او سينئر پروفيسرز ګډون وكړو۔ليفټيننټ جنرل ريټائرډ عامر رياض هلالِ امتياز(ملټري) د ورکشاپ ګډون كونكو سره خصوصي ناسته وكړو۔خاص ناسته كښې د هندوتوا له امله د ځپلې شوي هندي سياست،د هغې د تذويراتي رجحانات فکري او نظرياتي تجزيه وړاندې كړې شوه۔ورکشاپ ته وينا كښې ليفټيننټ جنرال (ر) عامر رياض ووئيل هند كښې د اقليتونو سره ظلمونو او د هغوي استحصال معمول جوړيږي۔ده ووئيل آر ايس ايس او بي جے پي لپاره بيانيه جوړولو لپاره عام وګړي وژل كومه لويه خبره نه ده،هند نړۍ ته سيکولر مخ ښائي دغسې په هند كښې اقليتونه او په خاص توګه مسلمانانو سره د ظلم و بربريت سلوك روان دے۔ ليفټيننټ جنرال ( ر)عامررياض ووئيل هند كښې د اقليتونو په ضد زياتي ته د حکومت او عدليې بشپړه سرپرستي او اجازه ترلاسه وي۔نېشنل سکيورټي ورکشاپ ګډون كونكو د مسلمانانو په ضد د هند حكومت ناوړه عزائم د نړيوالي ورورولۍ لپاره د نه قبلولو وړ وګرځولو۔










