سندھ طاس لوظنامه هم هغسې نافذ ده ، پاکستان به قانونی، سفارتی او په لوظنامه د اډانه مېكانزم او عمل دلارې د خپلو حقونو تحفظ روان ساتي: د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد۔22مئی (اے پی پی) سندھ طاس لوظنامه هم هغسې نافذ ده ، پاکستان به قانونی، سفارتی او په لوظنامه د اډانه مېكانزم او عمل د لارې د خپلو حقونو تحفظ روان ساتي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې پاکستان د کشن ګنګا او رتلے هائیډرو الېکټرک پراجېکټس حوالې سره د ثالثي …

اسلام آباد۔22مئی (اے پی پی) سندھ طاس لوظنامه هم هغسې نافذ ده ، پاکستان به قانونی، سفارتی او په لوظنامه د اډانه مېكانزم او عمل د لارې د خپلو حقونو تحفظ روان ساتي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې پاکستان د کشن ګنګا او رتلے هائیډرو الېکټرک پراجېکټس حوالې سره د ثالثي عدالت لخوا جاري كړې شوې ضمني ايوارډ خوشبين ګرځولے دے٬ ايوارډ د پاكستان د پخواني دريځ توثيق دے۔ پاكستان په ډاګه كړې ده چې رن آف دی رېور منصوبو لپاره آپرېشنل مفروضې بايد حقيقت پسندانه ٬ په شواهدو اډانه او د تېكنيكي شمېرو له مخې وي۔ وياند ووئيل پاكستان په سندھ طاس لوظنامه او ددې د شخړو د حل په تګلاره مضبوطيا سره عمل كوي او ددې لوظنامې له مخې د خپلو حقونو تحفظ كوي۔ د سندھ طاس لوظنامې په اړه ده ووئيل چې په 15 مئي شوې د كورټ آف آربټرشن پركړی د پاكستان د دريځ توثيق كړے دے په كومه كښې چې وئيلې شوي دي چې په مغربي دريابونو منصوبو كښې به محدود پاتې كېدو او د تكېنكي غوښتنو پابند جوړېدل وي۔ ده ووئيل پاكستان په لوظنامه د عملدرآمد او د خپلو حقونو د تحفظ عزم لري۔ وياند ووئيل د سندھ طاس لوظنامې ځنډولو هندي ادعا بې بنسټه ده۔ ده ووئيل سندھ طاس لوظنامه هم هغې نافذ ده ، پاکستان به قانونی، سفارتی او په لوظنامه د اډانه مېكانزم او عمل د لارې د خپلو حقونو تحفظ روان ساتي۔

مزید خبریں