روات ،کلر سیداں چوک كښې د اور لګېدو پيښه ، 50 څخه زيات دكانونه وسوځېدل ، د كروړونو روپو زيان

کلرسېداں۔ 22 مئی (اے پی پی) په روات  کلر سیداں چوک كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 50 څخه زيات دكانونه وسوځېدل چې په نتيجه كښې يۍ د كروړو روپو زيان وشو۔ د روات په كلر سېدان چوك سيمه كښې تېره ورځ اور ولګېدو كوم چې د سترګو په رپ كښې ټول بازار ولقه كښې واخست۔ د اور پېښې د لاسه كاروباري كسان د كروړونو روپو مالي زيان …

کلرسېداں۔ 22 مئی (اے پی پی) په روات  کلر سیداں چوک كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 50 څخه زيات دكانونه وسوځېدل چې په نتيجه كښې يۍ د كروړو روپو زيان وشو۔ د روات په كلر سېدان چوك سيمه كښې تېره ورځ اور ولګېدو كوم چې د سترګو په رپ كښې ټول بازار ولقه كښې واخست۔ د اور پېښې د لاسه كاروباري كسان د كروړونو روپو مالي زيان سره مخ شول۔ د عېنی شاهد له مخې اور اول يو دكان څخه رابهر او د زياتې سيلۍ او طوفاني كېفېت له امله په يو څو لحظ كښې خواوشا دكانونو ته خپور شو۔ د ریسکیو 1122 او فائر برېګېډ ګاډي اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي د پېښې ځاې ته ورسېدل۔ يو څو ساعته وروستو اور نور خپرېدو څخه ايسار كړے شو۔ ځپليو سوداګرو حكومت څخه د فوري مالي مرستې غوښتنه كولو سره ووئيل زمونږ د ټول ژوند جمع كړې شوې اثاثه په يو څو ګھړو كښې ختمه شوه۔