سينټرل کرم٬ د خوارجنو د دوو ډلو ترمېنځه د قلنګ په معامله سخته نښته٬ 18 خوارج مړه

  کرم 20 مئي (اے پي پي) سينټرل کرم كښې د خوارجو د دوو ډلو ترمېنځه د قلنګ په معامله سخته نښته شوې چې پكښې 18 خوارج مړه  شول ۔ تفصيلات له مخې تېره شپه د چينارك تهاڼې په حدود منات سيمه كښې د فتنه الخوارج کاظم ګروپ او ممتاز امتي ګروپ ترمېنځه ډزې وشوې  ٬ د اطلاعات له مخې د ډزو په تبادله كښې د ممتاز امتي ګروپ 18خوارج …

 

کرم 20 مئي (اے پي پي) سينټرل کرم كښې د خوارجو د دوو ډلو ترمېنځه د قلنګ په معامله سخته نښته شوې چې پكښې 18 خوارج مړه  شول ۔ تفصيلات له مخې تېره شپه د چينارك تهاڼې په حدود منات سيمه كښې د فتنه الخوارج کاظم ګروپ او ممتاز امتي ګروپ ترمېنځه ډزې وشوې  ٬ د اطلاعات له مخې د ډزو په تبادله كښې د ممتاز امتي ګروپ 18خوارج وژلې شوي او درې بې دركه شوې دي٬ د فتنه الخوارج ګينګ ليډر د کاظم ګروپ يو خوراج مړ او د يو بې دركۍ كېدو اطلاعات راغلي۔ د ځائي ودانۍ له مخې د خوارجو د خپل مېنځ جنګونو له امله د عامة وګړو ژوند سخت ځپلے كېږي ٬ د پوهانو له مخې د سيمې اولس د رياستي ادارو لخوا د ترهګرو عناصرو په ضد په شوو كارروائيو بشپړ باور لري٬ دا خوارج نه يوازې د رياست دښمنان دي بلكې اقتدار، پيسې او د مخ ملازې  په جنګ كښې د يو بل وينه بهيولو نه هم ډډه نه كوي