د مېچنۍ ګبټ تهاڼې پوليس كاميابه كارروائي٬ 8 جعلي سركاري اهلكار ګرفتار

  پېښور 19 مئي (اے پي پي) د مېچنۍ ګېټ تهاڼې پوليس د نهې په ورځ د كاميابې كارروائۍ په مهال 8 جعلي سركاري اهلكار ګرفتارولو سره ريوو ګاډې او وسله برامد كړے ده۔ د کېپټل سټي پوليس وياند له مخې د ورسك ډويژن ايس پي ارشد خان په امر سركل پوليس ډي اېس پي او د مېچنۍ تهاڼې اېس اېچ او په وخت كارروائي كولو سره تورن نيولي چې …

 

پېښور 19 مئي (اے پي پي) د مېچنۍ ګېټ تهاڼې پوليس د نهې په ورځ د كاميابې كارروائۍ په مهال 8 جعلي سركاري اهلكار ګرفتارولو سره ريوو ګاډې او وسله برامد كړے ده۔ د کېپټل سټي پوليس وياند له مخې د ورسك ډويژن ايس پي ارشد خان په امر سركل پوليس ډي اېس پي او د مېچنۍ تهاڼې اېس اېچ او په وخت كارروائي كولو سره تورن نيولي چې پكښې روخان، احتشام، عاصم ، عامر زيب، ناصر، زاهد، نور کمال او عمر زيب شامل دي۔ نيولې شوي كسان په جمشيد آباد نمبر 3 (ورسک روډ) د زاهد خان مروت ولد امين خان په كور كښې داخل شوې وو او خپل ځان سركاري اهلكار ښودلو سره يۍ هغوي ته د سنګينو دړكو وركولو هڅه كوله۔ په اطلاع ترلاسه كېدو پوليس د پېښې ځائي ته ورسېدو او كسان ئې ونيول۔ ګرفتار شوې كسانو څخه دوه کلاشنکوف، يو رائفل M4، دو تمانچې، ميګزينز او يو ريوو ګاډې هم پوليس خپل تحويل كښې واخست۔ پوليس مقدمه درج كولو سره تفتيش پېل كړو