د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل آفريدي وزيراعظم ته سي اېن جي سېکټر له د ګاز وركړې په معطل كېدو خط

  پېښور 18 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل آفريدي د ګل په ورځ وزيراعظم ته سي اين جي سيکټر له د ګاز وركولو په معطل كېدو خط ليكلې دے۔د پېښور وزيراعلیٰ هاؤس وياند له مخې وزيراعلیٰ په خط كښې په خېبر پښتونخوا كښې سي اين جي سيکټر ته د ګاز په وركولو د بنديز مسئلې حل كولو غوښتنه وكړه۔د خط د متن له مخې خېبر پښتونخوا …

 

پېښور 18 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل آفريدي د ګل په ورځ وزيراعظم ته سي اين جي سيکټر له د ګاز وركولو په معطل كېدو خط ليكلې دے۔د پېښور وزيراعلیٰ هاؤس وياند له مخې وزيراعلیٰ په خط كښې په خېبر پښتونخوا كښې سي اين جي سيکټر ته د ګاز په وركولو د بنديز مسئلې حل كولو غوښتنه وكړه۔د خط د متن له مخې خېبر پښتونخوا قدرتي ګاز پيدا كونكي لويه صوبه ده۔صوبه تقريباً 494 ايم ايم سي ايف ډي ګيس پيدا کوي دغسې استعمال يواځې 120 ايم ايم سي ايف ډي دے،د خېبر پښتونخوا سي اين جي سيکټر ته 36 نه تر 40 ايم ايم سي ايف ډي ګيس پكار دے كوم چې د سري څانګي ته منتقل شوې دے۔د خط د متن له مخې سي اين جي سيکټر ته د ګاز بنديز سره صوبه كښې د مسئلو پيدا كيدو اندېښنه ده۔د آئين د آرټيکل 158 ترمخه ګاز پيدا کونكي صوبے ته د ګاز استعمال وړومبې حق ترلاسه دے ، د پېښور هائيکورټ هم د سي اين جي اسټيشنو بنديز غير منصفانه ګرځولې۔د سي اين جي بنديز سره ګڼ شمير كسانو روزګار متاثره كيدو اندېښنه ده۔د خط د متن له مخې ټرانسپورټ سيکټر تر ډير حد په سي اين جي انحصار کوي،د ګاز بحالۍ ته اړتيا ده،په زياته بيعه د ايندھن استعمال سره په اولس اضافي بوجھ پريوځي۔د خط د متن له مخې وزيراعلیٰ وزيراعظم ته سي اين جي سيکټر له ګاز وركول بحالولو لپاره سمدستي مداخلت خواست كړې۔وزيراعليٰ وزيراعظم ته د شريكو ګټو كونسل غونډي رابللو او سي اين جي سيکټر ته د ګاز معامله ايجنډے كښې شاملولو هم خواست كړې۔