ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پشتون قبائلي پلاوي ملاقات ٬ صوبې ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه

  اسلام آباد۔18مئی(اے پی پی) ګورنر فېصل كريم كنډي سره د عنايت اے محسود په مشرۍ كښې پشتون قبائلي پلاوي په ګورنر آفس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې صوبې ته په پېښو مسئلو او ددې په ممكنه حل د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګل په ورځ ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جرګې غړو صوبائي مسئلې حل كولو له د فېصل كريم …

 

اسلام آباد۔18مئی(اے پی پی) ګورنر فېصل كريم كنډي سره د عنايت اے محسود په مشرۍ كښې پشتون قبائلي پلاوي په ګورنر آفس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې صوبې ته په پېښو مسئلو او ددې په ممكنه حل د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګل په ورځ ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د جرګې غړو صوبائي مسئلې حل كولو له د فېصل كريم كنډي كردار ستائلو سره ووئيل چې تاسو د ټولې صوبې په بشپړ ډول ترجماني كوۍ۔ د دوئي وېنا وه چې د خېبر پښتونخوا اولس د ګورنر د مثبت كردار او هڅو اعتراف كوي څوك چې د مسئلو حل كولو له جدي ګامونه پورته كوي۔ پلاوي په دې وروستيو كښې په پېنډۍ كښې د دوه ځوانانو د وژنې پېښې حوالې سره د ګورنر د مؤثر او مثبت كردار ستائنه هم وكړه او هيله يۍ څرګنده كړه چې داسې اقداماتو سره به د انصاف رسنه باوري كړې شي۔ په دې موقع ګورنر ووئيل د هرې مسئلې حل د قانون سرلوړي تسليمولو او مذكراتو سره تړلے دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پښتانه د هېواد په بېلو برخو كښې په سولييز ډول كاروبار او ژوند كوي نو ځكه انفرادي شخړو ته اجتماعي يا قومي رنګ وركول مناسب نه دي۔ ګورنر ووئيل د قومونو په مشرتابه دا ذمه واري راځي چې هغوي چارې پوهې سره حل كړي۔ ده په ډاګه كړه چې د قانون عملداري باوري كول ٬ مجرمانو ته سزا وركول او په سباؤن كښې دداسې پېښو مخنيوې ضروري دے دغسې چې په ټولنه كښې امن او استحكام په ځايې وساتلې شي