پېښور 18 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزير اعلٰی سهيل آفريدي د ګل په ورځ د باجوړ په سالارزئي تحصيل كښې په پوليو ډله د ډزو پېښې نوټس اخستلو سره د پېښې سخته غندنه وكړه۔ د وزيراعلٰی هاؤس پېښور وياند له مخې سهيل آفريدي ووئيل چې د قامي وظيفې په ترسره كوونكو اهلكارو بريد بزدلانه فعل دے٬ترهه ګر به خپل ناوړه ارادو كښې چرې هم كامياب نه شي۔ …
د وزير اعلٰی سهيل آفريدي سالارزئي كښې په پوليو ډله د ډزو پېښې نوټس

مزید خبریں
پېښور 18 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزير اعلٰی سهيل آفريدي د ګل په ورځ د باجوړ په سالارزئي تحصيل كښې په پوليو ډله د ډزو پېښې نوټس اخستلو سره د پېښې سخته غندنه وكړه۔ د وزيراعلٰی هاؤس پېښور وياند له مخې سهيل آفريدي ووئيل چې د قامي وظيفې په ترسره كوونكو اهلكارو بريد بزدلانه فعل دے٬ترهه ګر به خپل ناوړه ارادو كښې چرې هم كامياب نه شي۔ ده ووئيل د پوليو ډلو په امنيت د تعينات اهلكارو شهادت د افسوس وړ دے٬د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬صوبائي حكومت به دوئي سره هره ممكنه مرسته كوي۔ وزيراعلٰی شهيدانو له د لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔






