پېښور 17 مئي (اے پي پي) د پېښور په نشترهال كښې د خېبرپښتونخوا کلچراينډ ټورازم اتھارټي تر سيوري لاندې درې ورځنۍ هنرميله د اتوار په ورځ پائې ته ورسيده، ميله كښې د صوبې څخه راغلو هنرمندانو په سټالز نه يواځې د فيميلز ګڼه وه بلکه دې سره سره خريداري هم کيده، ميله كښې سيد رحمان شيو، خالده ياسمين ، ظفر خان ظفر پشمول بېلو فنکارانو مزاحيه خاکي وړاندې كولو …
د خېبرپښتونخوا کلچراينډ ټورازم اتھارټي تر سيوري لاندې درې ورځنۍ هنرميله پائې ته ورسيده

مزید خبریں
پېښور 17 مئي (اے پي پي) د پېښور په نشترهال كښې د خېبرپښتونخوا کلچراينډ ټورازم اتھارټي تر سيوري لاندې درې ورځنۍ هنرميله د اتوار په ورځ پائې ته ورسيده، ميله كښې د صوبې څخه راغلو هنرمندانو په سټالز نه يواځې د فيميلز ګڼه وه بلکه دې سره سره خريداري هم کيده، ميله كښې سيد رحمان شيو، خالده ياسمين ، ظفر خان ظفر پشمول بېلو فنکارانو مزاحيه خاکي وړاندې كولو سره د کورنيو توجه ترلاسه كړه، هنرميله كښې د پاکستان څلورو واړو صوبو كښې د يووالي په څرګندونه اډانه ډرامه هم وړاندې كړې شوه، هنرميله كښې ګډون كوونكو هنرمندانو كښې تمغه امتياز ترلاسه كونكے منفرد ويکس پينټنګ هنرمند رياض احمد،د هزاره پھلکاري هينډي کرافټ، د چارسدي څپلو، هزاره هينډي کرافټ، د جيل خانه جات سټال، د ميرمنو هنرمندو مختلف سټالز ، دې نه علاوه د خوراك څښاك سټالز چې پكښې کباب، بنوں پينډا،د چارسدې وريژي ، د ګني او ګړي جوړ شربت، آئس کريم، دهي بھلے او نور خوراكونه شامل وو۔






