د خېبر پښتونخو وزيراعليٰ د روان مالي كال تر آخر د  فنډز مكمل استعمال باوري كولو سپارښتنه

  پېښور 14 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د مالي كال 2025۔26 اے ډي پي په اړه غونډه وشوه۔د زيارت په ورځ د پېښور وزير اعلیٰ هاؤس وياند له مخې په غونډه كښې ضم او بندوبستي ضلعو لپاره د فنډز اجرا او د خرڅېدونكو سيکټرو صورتحال جاج واخستلے شو ۔وزيراعليٰ  د روان مالي كال تر آخر د روانو پروژ  فنډز د مكمل …

 

پېښور 14 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي په مشرۍ كښې د مالي كال 2025۔26 اے ډي پي په اړه غونډه وشوه۔د زيارت په ورځ د پېښور وزير اعلیٰ هاؤس وياند له مخې په غونډه كښې ضم او بندوبستي ضلعو لپاره د فنډز اجرا او د خرڅېدونكو سيکټرو صورتحال جاج واخستلے شو ۔وزيراعليٰ  د روان مالي كال تر آخر د روانو پروژ  فنډز د مكمل استعمال باوري كولو سپارښتنه وكړه ۔وزيراعليٰ د اے آئي پي فنډز مؤثره استعمال او موجوده 89 فيصده استعمال  تر 100 فيصده زياتولو هم سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې د روان مالي كال د څلورم درې مياشتنيز صوبائي کيش فلو فورکاسټنګ باندې هم غور وشو۔په غونډه كښې د اړوندو چارواكو د اړخه خصوصي بريفنګ وركړے شو۔بريفنګ له مخې کاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ لپاره 5 اربه 60 کروړه روپۍ د جاري كولو منظوري وركړې شوه۔بريفنګ له مخې  د پي آر پي منصوبې لپاره د  13.825 اربه روپۍ جاري کړې شوي،دغس ېپي کے ايچ اے لپاره 100 فيصده فنډز جاري کړے شوے دے۔

 

مزید خبریں