د خېبر پښتونخوا ګورنر په هڅو،د كورنيو چارو  وزير صوبه كښې د ١٠ پاسپورټ دفترو   او ګڼو ضلعو كښې د کاؤنټرز منظوري وركړه

  پېښور 13 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په هڅو د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي صوبه كښې په لسو ځايونو د پاسپورټ دفترو جوړولو او ګڼو ضلعو كښې د کاؤنټرز جوړولو منظوري وركړې ده ۔د ګورنر هاؤس وياند له مخې په دې اړه د پېښور پاسپورټ ډائريکټر فيض الحسن د فيصل کريم کنډي سره ملاقات وکړو او هغه ئې د پيشرفت څخه خبر …

 

پېښور 13 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په هڅو د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي صوبه كښې په لسو ځايونو د پاسپورټ دفترو جوړولو او ګڼو ضلعو كښې د کاؤنټرز جوړولو منظوري وركړې ده ۔د ګورنر هاؤس وياند له مخې په دې اړه د پېښور پاسپورټ ډائريکټر فيض الحسن د فيصل کريم کنډي سره ملاقات وکړو او هغه ئې د پيشرفت څخه خبر كړو ۔ ګورنر ته ووئيل شول د ودانۍ جوړولو سره په منصوبے پيشرفت روان دے،دې سره به اولس او حکومت ته آسانۍ ترلاسه شي۔ فيصل کريم کنډي په وېنا درګئي ، پنياله ، پروا او نائيويله كښې د نادرا دفترو كښې د پاسپورټ محکمې کاونټرز جوړولو په اړه روان پيش رفت څخه هم خبر كړے شو ۔ګورنر ووئيل د پاسپورټ کاؤنټرز جوړولو سره به اولس د تګ راتګ ستونزو څخه آزاد شي او په درشل به جديد سهولت ترلاسه شي۔ده د محکمې کيش ليس انوائرمنټ پاليسي هم وستائيله(

مزید خبریں