د خېبرپښتونخوا ګورنر د لكي مروت په سرائے نورنګ بازار كښې د چاؤدنې پېښه وغندله

  پېښور 12 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د لكي مروت د سرائے نورنګ سيمې بازار كښې د چاؤدنې غندنه كولو سره د بے ګناه وګړو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر په چاؤدنه كښې د شهيد شوو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه او غمرازي وكړه۔ ګورنر ووئيل په دې سخت وخت كښې د …

 

پېښور 12 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د لكي مروت د سرائے نورنګ سيمې بازار كښې د چاؤدنې غندنه كولو سره د بے ګناه وګړو په شهادت د غم دړد څرګندونه وكړه۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر په چاؤدنه كښې د شهيد شوو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه او غمرازي وكړه۔ ګورنر ووئيل په دې سخت وخت كښې د ځپليو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يو۔ ده د ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونې سره ووئيل صوبه كښې او په خاص توګه جنوبي ضلعو كښې د ترهه ګرۍ زياتې شوې پېښي د تشويش وړ دي۔ ګورنر ووئيل صوبائي حكومت دې د قانون حكمرانۍ او كوټلي امن لپاره سنجيده  او د عمل وړ اقدامات وكړي۔ د بې ګنا كسانو وينه تويونكي ترهه ګر د هيڅ ډول رعايت مستحق نه دي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل ترهه ګر د صوبې د امن او انسانيت دښمنان دي۔ ده زياته كړه چې د ترهګرۍ ښكار شوو وينه به بې ځايه نه ځي

مزید خبریں