د لكي مروت سرائے نورنګ بازار پھاټك ته نزدې چاؤدنه ، د ټريفك دوه اهلكارو پشمول 7 كسان شهيدان،ګڼ ژوبل

  پېښور 12 مئي (اے پي پي) د لكي مروت سرائے نورنګ بازار پھاټك ته نزدې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د ټريفك دوه اهلكارو پشمول 7 كسان شهيدان او ځيني نور ژوبل شوي۔ د لكي مروت ډي پي او له مخې د چاؤدنې پېښه په موټر سائيكل كښې د نصب كړې شوو بارودي توكو چاؤدلو سره رامخې ته شوه۔ په حق رسېدلي او ژوبل كسان تحصيل هيډكوارټرز روغتون …

 

پېښور 12 مئي (اے پي پي) د لكي مروت سرائے نورنګ بازار پھاټك ته نزدې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د ټريفك دوه اهلكارو پشمول 7 كسان شهيدان او ځيني نور ژوبل شوي۔ د لكي مروت ډي پي او له مخې د چاؤدنې پېښه په موټر سائيكل كښې د نصب كړې شوو بارودي توكو چاؤدلو سره رامخې ته شوه۔ په حق رسېدلي او ژوبل كسان تحصيل هيډكوارټرز روغتون ته رسولې شوي۔ د روغتون انتظاميې له مخې په روغتون كښې د 7 كسانو مړي پراته وو۔ ريسكيو ذريعو له مخې د سرائے نورنګ بمي چاؤدنه كښې د ټرېفك دوه پوليس اهلكار په شمول 7 كسان مړه او ځيني نور ژوبل شوي۔ ريسكيو 1122 مړه او ژوبل كسان روغتون ته رسولې دي۔

مزید خبریں