ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ضلع خيبر د مشرانو لوے جرګے وليدل

  پيښور 11 مئي (اے پي پي) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د ضم شوې ضلع خيبر په مشرانو مشتمل لوے جرګے د ګل په ورځ په ګورنر هاٶس كښې ليدلي۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې د پخواني وفاقي وزير حميد الله جان اپريدي په مشرۍ كښې په جرګه كښې د کوکي خيل، اکا خيل، قمبر خيل او د اپرېدو د نورو قامونو مشران شامل وو۔ …

 

پيښور 11 مئي (اے پي پي) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د ضم شوې ضلع خيبر په مشرانو مشتمل لوے جرګے د ګل په ورځ په ګورنر هاٶس كښې ليدلي۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې د پخواني وفاقي وزير حميد الله جان اپريدي په مشرۍ كښې په جرګه كښې د کوکي خيل، اکا خيل، قمبر خيل او د اپرېدو د نورو قامونو مشران شامل وو۔ د جرګې غړو ګورنر د سيمې اولس ته د رامخې ته مسئلو په خاص توګه د امن وامان صورتحال، د تيراه متاثرينو ستنېدو، د معاوضو ادائيګۍ او په بې نظير انکم سپورټ پروګرام كښې د رامخئ ته مسئلو نه په تفصيل سره خبرې كړو٬ په دې موقع دوي ګورنر څخه د تيراه متاثرينو په عزت سره بېرته ستنېدل پېل لپاره د كردار لوبولو خواست هم وكړو۔ په دې موقع ضم شوې ضلعو لپاره د انجمن هلال احمر چيئرمېن عمران وزير هم موجود ٶ۔ ګورنر جرګې ته ووئيل چې د ستونزو او د مسئلو حل لپاره به  مشتركه هڅې او كردار لوبوٶ

مزید خبریں